دلیبیا انقلابیانو په هیواد کي دنوی لوی درستیز ټاکنه وغندله

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۰۵) له لیبیا څخه په تازه ورکړل شویو راپورونو کی راغلي چی ددغه هیواد انقلابیانو په هیواد کي دفوځ لپاره دنوي ټاکل شوی لوی درستیز جنرال یوسف المنقوش ټاکني سره مخالفت ښودلی او دفوځ دلوی ترستیزپه توګه یی دنوموړي ټاکنه به کلکوټکوسره غندلی ده.

تیره ورځ دلیبیا ملي شورای ښاغلي منقوش ته دجنرالي تررتبی پوري ترفیع ورکړي او ورسته یی دجنرال عبدالفتاح کوم چی تیرکال دجولای په میاشت کی بنغازي ښارکی دنامالومو وسلوالو له لوري وژل شوی ووپرځای دفوځ لوی درستیز وټاکه.

ښاغلی منقوش لیبیا کی دلیبیا هیواد دپخواني ټولواک معمرقذافي په خلاف دراپورته شویو انقلابیانو له لومړیو او دجنګ دکرښي له مهمو کسانو څخه وو نوموړي دلیبیا په په ختیځ کی دحکومت په خلاف په جنګ اخته وو چی دځواکونو له لوري ونیول شوو چی وروسته دمعمر قذافي دحکومت ترراپرزولو پوري دهیوادپه پلازمینه طرابلس کی زندانی وو، کله چی طرابلس دقذافی په خلاف دراپورته شویو انقلابیانو له لوري ونیول شوو ښاغل منقوش له نورو زندانیانو سره یوځای له زندان څخه راووتي.

شنونکي وایی په لیبیا کی د فوځ لپاره دلوی درستیز په توکه دښاغلي منقوش ټاکنه ددغه هیواد انقلابیانو په خاصه توګه دمصراته، بن غازي او زنتان اوهمدارنګه دبرقه ښار دعسکري شوری له لوری چی دلیبیا دختیځی سیمي له پخوانیو انقلابیانو څخه تشکیل شوی ده له سخت مخالفت سره مخ شوه.

دبهلول په نامه سره چی ځان دلیبیا دانقلابیانو د ائتلاف له بنسټ ایښیدونکو څخه بولی وایی دهیواد دانقلابیانو ائتلاف دمنقوش ټاکنه غندي اوپه کلکه یی مخالفت کوي، نوموړي زیاته کړه دفوځ دلوی درستیز په توګه دمنقوش ټاکنه دلیبیا دملی انتقالی شورای له لایحي څخه مخالفت دي،ځکه په لایحه کی چی ددغي دندي لپاره دکومو شپږو کسانو نومونه ښودل شوی دي په دغو نومونوکی دمنقوش نوم نشته،نوموړي زیاته کړه دلوی درستیز ددندي لپاره دښاغلي منقوش ټاکنه غیرقانوني کړنه ده اوباید سخت مخالفت یی وشي.

دالجزیري نیټ پرویب پاڼه باندی خبرخپورشوی دی، چی دبرقه ښار دعسکري شورای له لوري صلاح سالم العبیدي دفوځ لپاره دمنقوش پرځای دلوی درستیز په توګه ټاکل شوی دی.

دیادولو ده چی دلیبیا دملی انتقالي شورای مشر ښاغلي مصطفی عبدالجلیل تیره ورځ په بن غازي ښارکی دیوي غونډي پروخت له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل ، ویریږم چی دلیبیا اولس دکورني جنګ ولوري ته مخه نه کړی< مصطفی عبدالجلیل دغه څرګندوني له هغه څخه وروسته وکړي کله چی دوي ورځي مخکی طرابلس کی دطرابلس اومصراته ښار دوسلوالو ترمنځ نښته رامنځ ته شوی وه چی له امله یی شپږ کسه ووژل شول او ۱۴ نور ژوبل شول، چي وروسته بیا دپیښي په اړه ډول ډول څرګندوني کیدلی یوه لوري ویل چی نښته هغه وخت رامنځ ته شوه کله یوي ډلي وسلوالو وغوښته چی دښارپه یوه سیمه کی یوه روغتون باندی برید وکړ اوغوښتو یی چی کوم ډاکټرچی دغه روغتون کی یی دنده درلوده وتښتوي، خوځینو نورو سرچینو بیاخبرونه خپاره کړی چی نښته په طرابلس کی هغه وخت رامنځ ته شوه کله چي دطرابلس وسلوالو وغوښتو دمصراته ښار وسلوال له یوي وداني څخه چی داستخباراتو دریاست اړونده وداني وه وباسي خو مقابل لوري د وداني له خالی کولو څخه ډډه وکړه چی له کبله یی ددواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه.

تیره ورځ مصطفی عبدالجلیل دخپلو خبرو پروخت هیواد کي دحکومت کمزوري ته هم اشاره وکړه،نوموړي زیاته کړه چی حکومت دچاروپه ترسره کولوکی پاته راغلی دي حکومت  له صدارتی ماڼي څخه چاپیره ده خووداني ته ننوتی نشیي .

بخت الرحمن (بخت )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د