افغانستان

میدان وردګ: پر ۳۰۳ موټر ډزو ۱۳ تنه شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۴ل): د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت د سید اباد په هفت اسیاب سیمه کې پر ۳۰۳ ډوله موټرو ډزو ۱۳ تنه شهیدان او دوه نور ټپیان کړل.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د کابل – کندهار پر لویه لار د سید اباد په هفت اسیاب سیمه کې وشوه.

د دوی پر خبره پر دې ۳۰۳ ډوله موټر ډزې د طالبانو له لوري شوې دي، خو طالب ویاند دا پېښه غندي او د چارواکو خبره کلکه ردوي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی دا کار د استخباراتي کړیو بولي او «دا پيښه په مجاهدینو پورې اړه نه لري او نه هم دعامو خلکو په موټر ډزې او دهغو وژل کومه بریا، یا هدف دی.»

د سیمې یو تن اوسېدونکي په میدان وردګو کې د نن ټکی اسیا خبریال ته ويلي، چې دوی د غزني له پېښې وروسته په عسکرو هیڅ باور نه لري
د سیمې یو تن اوسېدونکي په میدان وردګو کې د نن ټکی اسیا خبریال ته ويلي، چې دوی د غزني له پېښې وروسته په عسکرو هیڅ باور نه لري

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږې ښوودلې او ډاډ يې ورکړ چې «که اسلامي امارت وتوانید چې دغه کسان وپيژني او ويې ونيسي، ژمنه کوي چې هغوی به د شرعي حکم مطابق د خپل شوم عمل په سزا ورسوي.»

د سیمې خلک وايي چې په هفت اسیاب سیمه کې په څو مترۍ کې د پولیسو پوستې موجودې دي، چې د خلکو پر دوی شک دی.

د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د کابل - کندهار پر لویه لار د سید اباد په هفت اسیاب سیمه کې وشوه.
د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا یوه بجه د کابل – کندهار پر لویه لار د سید اباد په هفت اسیاب سیمه کې وشوه.

د سیمې یو تن اوسېدونکي په میدان وردګو کې د نن ټکی اسیا خبریال ته ويلي، چې دوی د غزني له پېښې وروسته په عسکرو هیڅ باور نه لري، په خبره يې «نږدې نیمه شپه مو د ډزو غږونه واورېدل، داسې کوچني غږونه يې نه و.»

د سیمې خلک وايي چې په هفت اسیاب سیمه کې په څو مترۍ کې د پولیسو پوستې موجودې دي، چې د خلکو پر دوی شک دی.
د سیمې خلک وايي چې په هفت اسیاب سیمه کې په څو مترۍ کې د پولیسو پوستې موجودې دي، چې د خلکو پر دوی شک دی.

په خواله رسنیو کې هم ځینو کسانو پر ۳۰۳ ډوله موټر ډزې د درنو وسلو بللې او ویلي يې دي چې ښايي له بله ځایه طالبانو راویشتي وي یا هم په سیمه کې پوستو پرې ډزې کړې وي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون مازیګر هم د غزني مرکزته څېرمه په قاضي کلا سیمه کې د پولیسو له لوري د هوان په برید کې پنځه ماشومان شهیدان او اوه نور ټپیان شول.

طالبان وايي:«دا پيښه په مجاهدینو پورې اړه نه لري او نه هم دعامو خلکو په موټر ډزې او دهغو وژل کومه بریا، یا هدف دی.»
طالبان وايي:«دا پيښه په مجاهدینو پورې اړه نه لري او نه هم دعامو خلکو په موټر ډزې او دهغو وژل کومه بریا، یا هدف دی.»

د ګډ حکومت له پیل سره د دولتي عسکرو له لوري پرلپسې ورته کړنې تکرارېږي، چې د شنونکو په باور د ولس او دولت تر منځ د پراخې فاصلې لامل شوې دي.

څه موده وړاندې هم په روزګان ولایت کې د ګډ حکومت د عملیاتو په مهال نږدې پنځه ویشت تنه ماشومان او مېرمنې په شهادت رسيدلي وو، چې د سیمې خلکو يې د نه رسنیز کېدو له امله په ټولنیزو رسنیو کې پر ازادو رسنیو کلکې نیوکې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق جو

خدای دې فضل وکړي ، بیخي وحشتناک خبر دی

عزیز

دتعجب زای دی په 100 متری کی دولتی پوستی پرتی دی بیاهم داسی واقعه کیگی داپولیس یااربکسپی دی ملی اردو ندی کری

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x