نړۍ

مصطفی عبدالجلیل لیبیا کی دکورني جنګ په اړه اندیښنه څرګنده کړه

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۲/۰۴) دلیبیا دملی انتقالی شورای مشر مصطفی عبدالجلیل نن دورځي په بن غازي ښارکی یوي غونډي ته دخبرو پرمهال وویل، ویریږم چی دلیبیا اولس دکورنی جنګ په لوری  مخه نه کړي.

مصطفی عبدالجلیل دغه هیواد کی دکورني جنګ درامنځ ته کیدو په اړه دغه ویره په داسی وخت کی څرګنده کړه چی تیره ورځ دلیبیا پلازمیني طرابلس کی ددوو مختلفو سیمو دوسلوالوترمنځ نښتی رامنځ ته شوی چی له امله یی شپږکسه وژل شوی او ۱۴ نور ژوبل شوه.

دتیرو ورځی نښتو په اړه دغه هیواد خلګو  ډول ډول څرګندونی کولی، نن مصطفی عبدالجلیل دخپلي وینا پروخت وویل چی دتیري ورځي نښتی هغه وخت رامنځ ته شوی کله چی یوي ډلی وسلوالو غوښتو دښار الزاویه سیمي ته څیرمه یوه روغتون باندی برید وکړ او ددغه روغتون یو ډاکټروتښتوي.

مصطفی عبدالجلیل دخپلو څرګندونو پروخت په هیواد دحکومت وناتواني ته په اشاره کولو سره وویل حکومت هیواد کی دچاروپه سمبالولو کی پاتي راغلی او یواځی پرصدارتی ماڼی باندی راچارپیره دي، اوتراوسه پوری په دی نه دی توانیدلی چی صدارتی ماڼي ته داخل شي او یوه ځواکمنه اداره رامنځ ته کړي.

له بله لوري بیا له سیمی څخه عینی شاهدانو خبرورکړي دی چی دوسلوالو ترمنځ نښته هغه وخت رامنځ ته شوه کله چی فوځ دمصراته ښار انقلابیانو ته وویل چي په طرابلس کی داستخباراتو دریاست وداني خوشي کړي، شنونکی وایی څرنګه چی لیبیا کی ډول ډول وسله تیته شوی ده او دهرچالاس ته وسله رسیدلی ده دنوی اداري لپاره به مشکله وی چی نژدی راتلونکی کی به دلته افراتفری او ګډوډی له منځه یوسي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x