نظــر

د فرخندې شهادت د حکومت پر تندي تور داغ دی !

لیکوال: رحیم الله ( حریفال )

له کله نه چې د ټاکنو بهیر په یوې بې شرمه ډرامې  بدل شو ، له کله نه چې هیواد د یوه دوه سرې حکومت څښتن شو او له کله نه چې جان کیري دواړه ( ع ، غ ) سره غاړه غړۍ کړل . هر څه خپل ارزښت وبایله ډیرې وعدې دروغ شولې او ډیرې چارې نیمګړې پاتې شوې . حالات ورځ تربلې د بدرنګۍ په لوري روان دي .

څوک ملامت دي ؟

هلته چې د ارګ په څو مترۍ کې  یوه خور د لنډغرو تر کوتکو لاندې بې ستره کیږي ، هلته چې د یوې معصومې خور جسد ته اور ورته کیږي هلته چې د تش په نامه سرتیرو په شتون کې یوه خور له بې شمیره ناهیلیو سره یوې او بلې خواته سترګې اړوي خو ډارن سرتیري یې  د ژغورلو هڅه نه کوي او دردونکې خو لا دا چې خپله تش په نامه سرتیري هم په دې معرکه کې برخه اخلي .

خو هاغه تش په نامه د بشري حقونو مدافعان بیا یو دیني عالم چې هغه هم په هغه وخت کې د پیښې په هکله پوره معلومات نه درلودل  د یوه نظر د ورکولو له امله ملامتوي او په سرو کرښو ایستلي انځورونه یې جوړوي او د ښار په واټونو کې یې ورسره لیږدوي .

راځئ ، چې لږ ځیر شو او لږ منصفانه قضاوت وکړو ، کله چې  سرتیري په  رڼو سترګو د یوې خور د بې ستره کولو او اور ته اچولو ننداره کوي او تر هغه وروسته بیا د کابل امنیه قومندان د شهیدې خور پلارته ورځي  او ورته وایي چې ووایه ، لور مې رواني ناروغه وه او خپله کورنۍ خوندي کړه ، چې مونږ ستاسو ساتنه نه شو کولای .
هو ګرم هغه دي چې د خاورې د ساتلو سوګند یې کړی او په اوږو یې ستوري ټومبلي دي . کله چې د ښار په زړه کې له یوې مظلومې خور څخه دفاع نه شي کولای نو بیا به څنګه  غرونو او لریو کلیو کې د هیوادوالو ساتنه وکړي .

هغه سرتیري ، چې هیواد او خاورې ته ژمن دي دا سناریو باید روښانه کړي ، چې اصلي خبره څه وه ؟ سرتیرو ولې په رڼو سترګو د پیښې ننداره کوله ؟ او دا مظلومه خور یې ونه ژغورله ؟ که چیرې په ساحه کې موجود سرتیري محکمې ته ونه کاږل شي او پوښتنه ترینه ونه شي ،او د هیواد امنیتي ځواکونه خپل درست سپیناوی ونه کړي . نو دا کار به د دوئ حیثیت په صفر کې ضرب کړي او هیوادوال به په بشپړه توګه خپل باور پرې له لاسه ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنګین

داسی ډارنو او لوټمارو په نوم مشهورو پولیسو ته د سرتیرو نوم کارول زما په اند سم کار ندئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x