نظــر

ملت ته د ملي تحريک ډالۍ

لیکوال: سردار محمد همدرد

زموږ هېواد يو له هغه هېوادونو دی چې ګوندونه پکې ورځ تر بلې ډېريږي، د ډېرو لږو يې هدف او تګلاره مالومه ده خو ډېر داسې تحريکونه او ګوندونه جوړ سول چې يو څه وخت يې ګوند فعاليت وکړ او بېرته تر خاورو لاندې سول.

ځينې داسې ګوندونه او تحريکونه هم پيدا سول چې فقط د خپل هدف او سياسي موخو لپاره يې کار وکړ او اوس هم په خپلو سياسي فعاليتونو او کارونو بوخت دي.

د پورته يادو سويو ګوندونو تر څنګ ځينې داسې ګوندونه او تحريکونه هم پيل سول چې يوازې يې په سياست بسنه ونه کړه، بلکې د ملي حماسې تر سيورې لاندې يې په بېلابېلو برخو کې خپلو هېوادوال په سينه پورې ټينګ ونيول، د خلکو اواز يې واورېد او پر خپلو مبارزو چغو يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ازانګه کړل.

هغه تحريک چې د سياسي فعاليت ترڅنګ يې اسلاميت، افغانيت او انسانيت ته کار وکړ په هره برخه کې يې د خپلو هېوادوالو تشې درک کړې او بالاخره د کلتور او فرهنګ د کاروان يون يې ګړندی کړ د افغانستان ملي تحريک دی.

د افغانستان ملي تحريک يوازې دا نه چې په سياسي برخه کې يې د پام وړ ګامونه واخيستل، د دې سربېره يې ټولنيز، پوهنيز، کلتوري، ادبي او بالاخره داسې ملي حرکتونه وکړل چې په رښتينې توګه يې دا وښوده چې ملي تحريک يوازې نوم نه بلکې د عمل په ډګر کې هم مخکښ دی.

دغه تحريک د تېر يو کال په موده کې په بېلابېلو برخو کې نږدې ۵۰ لوی غونډې جوړې کړي دي، چې د اسلامي، کلتوري، ټولنيز او نورو ملي مسايلو د ساتنې او پرمختګ لپاره يې طرحې وړاندې کړي دي، ملي، اسلامي او کلتوري ارزښتونو باندې د يرغل مخه يې نيولې ده.

افغانستان ملي تحريک په دې وروستيو کې په فرهنګي ډګر کې داسې نوښتګر قدم واخيست چې د خلکو پام يې خپل لور ته ورواړو.

((خپل ملت ته د ملي تحريک ډالۍ)) تر نوم لاندې يې شل عنوانه کتابونه تر چاپ وويستل او د يوې لويې غونډې په ترڅ کې يې ملت ته وروپېژندل.

دغه کتابونه د بېلابېلو ليکوالو لخوا پر بېلابېلو موضوعاتو ليکل شوي او ترتيب سوي و ﺍﻭ ﺩ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺍﻓﻐﺎﻥ فرهنګپالو لخوا يې د چاپ لګښت ورکړل سوی و.

دغه غونډه د تېر ۱۳۹۳ل کال د کب د مياشتې پر ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل په سټار هوټل کې جوړه سوې وه چې د ملي تحريک د مشر استاد محمد اسماعيل يون ترڅنګ نورو فرهنګي شخصيتونو هم برخه پکې اخيستې وه.

اوس به راسو دې ته چې د ملي تحريک دغه حرکت څومره له نوښتونو ډک دی او څومره اړتيا ورته ليدل کيږي.

مخکې مو هم يادونه وکړه چې ملي تحريک د ملي مسايلو په اړه په بېلابېلو برخو کې کارونه کړي دي، غونډې يې جوړې کړي دي، ولايتونو ته يې سفرونه کړي دي، فرهنګي غونډې او مشاعرې يې جوړې کړي دي او دا دی زموږ د ټولنې او په تېره بيا د ادب او فرهنګ په برخه کې ستره اړتيا چې د کتاب چاپ دی دا يې هم ترسره کړ.

د کتاب چاپ زموږ ژبې او زموږ ټولنې ته ستره ډالۍ ده، ځکه په دغه برخه کې له بده مرغه موږ ډېر پاتې يو، له يوې خوا د کتاب ارزښت هم زموږ په ټولنه کې دومره نه پېژندل کيږي لکه په نوره نړۍ کې ښايي له همدې امله يې چاپ ته پام هم نه وي شوی او بل پلو مو د چاپ لړۍ ډېره کمزورې ده.

ملي تحريک چې ځان يې د عمل په ميدان کې ثابت کړی دی، دغه برخې ته هم پام کړی دی، تشه يې درک کړې ده او خپل ملت ته يې د کتاب د چاپ ډالۍ ورکړه.

دلته يوه خبره يادول اړين بولم، زموږ د ټولنې هغه طبقه چې ليکوالي کوي، مينه ورسره کوي او د کتاب پر ارزښت پوهېږي تر ډېره پورې امکانات نه لري، چې خپل کتاب چاپ کړي او خپل فکر تر نورو ورسوي، خو هغه خلک چې امکانات يې په لاس کې دي او د ليکوال د ارمانونو د پوره کېدو لپاره کوم خنډ سره نه سي مخ کېدلی ممکن د کتاب له ارزښت بې برخې وي او يا يې هم دغه تشه نه وي درک کړي.

زه په هېواد کې په نورو ګوندونو، تحريکونو، شخصي او نا شخصي ادارو ږغ کووم چې د ملي تحريک په څېر دې د نورو بېلابېلو فعاليتونو سربېره په فرهنګي ډګر کې کار وکړي، د مرکز تر څنګ دې په بېلابېلو ولايتونو کې فرهنګي غونډې او علمي سمينارونه جوړ کړي، مشاعرې دې جوړې کړي، کتابونه دې چاپ کړي او داسې خدمت دې وکړي چې تر ابده پورې هم دوی پرې ياديږي، هم ټولنې، هم ژبې او هم کلتور ته ستره غنی وي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

محمد اسماعیل یون د صفوی تفکر د پښتو مثل تبلیغونکی دی . د یون پښتو او پښتو پالنه همعغه صفوی ایرانیزم یا زموږ په اصطلاح اریایزم دی چی دا ښاغلی نوموړی تفکر ته پښتو رنګ ورکړی او په پښتو ژبه دا تبلیغ چلوی . زموږ خلک د همدی صفوی فاشستی تفکر لپاره له ایرانیانو کرکه کوی خو دا تفکر بیا د داسی کسانو په واسطه لکه اسماعیل یون زموږ هیواد ته را انتقالیږی او پښتو رنګ ورکول کیږی او د ځوانانو په رګونو کی ځای نیسی . د نن ټکی اسیا لپاره ښایی چی د یون له دوستی حذر وکړی… نور لوستل »

انصار

زه د یون سره کوم ارتباط نه لرم او نه علاقه لرم چه د هغه په منهج لاړ شم ځکه چه قران او سنت اجازه نه راکوی ، ځکه چه زمونژ دین مونژ ته د ژبی ،قوم او جغرافیی درس نه راکوی، خو د یون یو مرادانه کار یی ستایم هغه دا چی خپل ضمیر نه خرځوی ، د دوستی او دوشمنی حد یی معلوم دی، واضح او سپینی خبری کوی او په ارزشتونو معامله نه کوی، تاریخ نه خرڅوی، که نه شاید یون ته تر بل هر چا شه موقع په لاس ورغلی وی ، خو یون چاپلوس ندی… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

پخپل حد کلک دریدل د انسان په حقتوب دلالت نکوی . ابوجهل او فرعون هم د مرګ تر صحنی پوری پخپل حد کلک ولاړ وو . او بیاکه چیری خبره د معاملی او ځان خرڅونی وی نو تاسی مهربانی وکړی او له یون څخه پوښتنه وکړی چی دا دومره پیسی چی نوموړی خپل شخصی تلویزیون پری جوړ کړ له کومه کړی ؟

ی

انصار

د زړه سره سادا ت خانه، ما په خپل تبصره که قران او سنت یاد کړی دی، او الحمدالله په دا دوو حکمونو باندی ټینک او مظبوط اوسیدل شه کار دی او دا د یوه رشتینی او حقیقی مسلمان تقاضا هم ده. بلی ستاسی خبره تر یو حده سمه ده چه یو څوک بدعتی وی او یو څه مشرکانه عملونه کوی هغه که په خپل حد باندی باقی او مظبوط باتی شی نو شه کار ندی او ستا مثال ممکن صدق وکړی لکه دا بعضی سادات چه بدعت کوی او یا شرک کوی ، زه نه پوهیژم چه ستاسی به… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x