روغتیا

بادام او د هغه روغتيايي ګټي

ژباړه: عبدالوحيد (خوشحال)

عبد الوحید خوشحال
عبد الوحید خوشحال

څرنګه چي بادام يو خوندوره وچه مېوه ده او د ښه خوند تر څنګ ډيري نوري روغتيايي ګټي هم لري چي ځيني يې په لاندي ډول دي:

1.    بادام د بدن اضافي وزن په کمولو او د زړه د حملې په کمولو کي له تاسو سره مرسته کوي  د (Loma Linda School of Public Health) د راپو له مخي په هفته کي پنځه واري خوړل يې٥٠% (پنځوس فيصده) انسان د زړه له مختلفو ناروغيو څخه ژغوري.

2.    دا وچه مېوه د مضر کليسټرول په له منځه وړلو ، د ويني د فشار په کمولو او د شکري په کښته کولو کي  مرسته کوي.

3.    بادام  د فاسپورس په درلودلو سره د غاښونو او د بدن د هډوکو په قوي کولو کي مرسته کوي.

4.    همدارنګه بادام د انسان حافظه پياوړې کوي او ددې تر څنګ عصبي سيستم لپاره نوري  زياتي ګټي هم لري .

5.    د بادام د غوړو منظم استعمال کولاى سي د پوستکي توري الغې ، ټپونو او د ګونجو په له منځه وړلو کي له تاسو سره مرسته وکړي.

6.    دبادام غوړي مو وريښتانو ته ښکلا او ټينګوالى ورکوي.

7.    پر پورته ګټو سربېره بادام دپوستکي د ښکلا او صحت لپاره، د سرطان د ناروغۍ مخ نيوي ، د بدن د ا‌ضافي وزن د کمولو او دقبضيت د له منځه وړلو لپاره ګټور دي.

د پاملرني وړ ده که چيري دغه خواړه تر اندازې زيات وخوړل سي د مختلفو ناروغيو لامل هم کېداى سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x