د مېړه اظهار غيرت او د مېرمن ارادې

لیکوال: م.ش کاموي

د موسی بن اسحاق په محکمة کې يوې محجبې پر خپل خاوند د پنځه سوه ديناره مهر دعوه پورته کړه، مګر مېړه د دې مقدار څخه چور منکر ؤ، خبره مخکې تلله، د ښځې مدافع وکيل دې ځای ته برابره کړه چې دوه ګواهان وړاندې کړي؛ دواړه محکمې ته راغلل د قاضي صيب مخې ته ولاړ دي، مخکښې لدې چې ګواهي وړاندې کړي، يو يې شرط کېښود، له ګواهې وړاندې به د ښځې مخ ګوري، نو راغی او د ښځې مخې ته ودرېدلو ترڅو ښځه مخ ورلوڅ کړي، دې کار سره سمدستي د مېړه د غيرت وينه په ځوښ راغله، او چغه يې کړه:

داسې کله کيدای شي! زما ښځه دې مخ نه ښکاروي، زه پيسو ورکولو ته تيار يم.

دې غيرت پر ښځې دونه اثر وکړ چې سمدلاسه يې ګرد مهر معاف کړ، او له هرڅه خپل غيرتي خاوند ته ورتېره سوه.

ښځه چې ترټولو زيات يې له خاوند څخه تمه لري، يواځې او يواځې ځانته مينه کې د هغې رېښتينولي ثابتول وي، ځکه ښځې هميشه د مېړه واړه واړه حرکات په ډېره ځرکتيا سره څاري، او هريو پر خپلو عاطفيو معاييرو توجيه کوي، نو ځکه کله له ځينو بې باکه خاوندانو څخه ښځې په نه څه ورته خفه ښکاري، خو حقيقت کې ښځې د ده په نظر يو هيڅ خو هغې ته لوی غير مناسب تصرف محسوس شوی وي.

کله چې ښځه پوهه شي چې خاوند راسره ډېره مينه لري، بيا هرڅه ته تياريږي، تاسې که دې پېښې ته په غور سره وګورې دلته ښځې دا ډول حالت کې هم د خپل مېړه غيرت او وفاداري وليده نو بيايې څه ډول غبرګون وښوده؟

غيرت د الله تعالی له صفاتو څخه دی، او الله تعالی ته غيرتي انسان ډېر خوښ دی، نو د هغې بندګانو ته به څنګه نوي خوښ؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د