د لیبیا هیواد دپارلمان ۱۰٪ په سلوکی چوکي ښځوته ځانګړی کړل شوی دي

libyan rebel fighters(نن ټکی اسیا جنور۲۰۱۱/۰۲) دلیبیا له پلازمیني طرابلس څخه په یوه نوی خبرکی راغلی چی ددغه هیواد دټاکنو کمیسون دنوی قانون له مخه به ددغه هیواد دپارلمان ۱۰٪ په سلوکی چوکي دښځو لپاره ځانګری کیږي.

دلیبیا هیواد ملی شورای چی له ۲۰۰ غړو څخه تشکیلیږي،ویل کیږي چی دغو غړو څخه ۱۰٪سلو کی دښځو لپاره ځانګړی کړل شوی ده، دغه خبرنن ورځ ددغه هیواد دټاکنو لپاره دچمتوالی نیوونکی ټولني پرپاڼه باندی هم خپره شوی وه.

دملی شورای دچوکیو لپاره به دراتلونکی کال دجون په میاشت کی ټاکني ترسره کیږي او ددغي شورای دغړی کیدو لپاره دغه شرطونه په نظرکی نیول شوی دي چی دټاکونکی غړي عمرباید له ۲۵ کلنوڅخه کم نه وي او لیبیا په پخوانی رژیم کی یی کومه رسمي دنده نه وی ترسره کړی اونه یی هم له هغه رژیم څخه کومه مستیقما اوغیرمستقیما ګټه ترلاسه کړی وي.

اوهمدارنګه درایه ورکونکولپاره بیا د ۱۸ کالوعمر درلودل اړین بلل شوی دي، دیادیدو دی چی دلیبیا نوی انقلاب ددغه هیواد دپخواني ټولواک معمرقذافي دڅلورو لسیزو واک ته دپای ټکی کیښود اوخپله قذافی دتیرکال داکتوبرپه میاشت ددغه  هیواد دسرت ښارپه چارچارپیره کی ووژل شو.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د