نظــر

آیا فرخنده په رښتیا نه شوی ژغورل کېدی؟

لیکوال: ډاکټر سردار محمد

دا چې فرخندې جرم کړی و که نه، جلا خبره ده، چې را سپړل او څېړل يې نه غواړم؛ ځکه لا موثق او مفصل معلومات  په لاس کې نشته، پرته له هغو ویډیو کلبونو چې په انټرنېټ کې خپاره شوي.

لومړی دا چې ددې غیر انساني وژنې په اړه لومړی مسولیت د چا دی؟ پرته له شکه چې د ټولو قوانینو له مخې لومړۍ ګوته حکومت ته نیول کېږي، حکومت مسولیت لري چې ددې ډول پېښو په وړاندې ولس او خلکو ته ځواب ووايي؛ ځکه حکومت د خلکو  د سر، مال او عزت د ساتلو او ژغورلو مسولیت لري.

که دملي وحدت حکومت په لومړي سر کې اهوار د محکمې مېز ته را کش کړی وی، د هغه ساتنه او پالنه یې نه وی کړې، که حکومت له رولا غني نه، د هغې د هغو څرګندونو په هکله پوښتنه کړې وی چې د اسلامي حجاب په اړه یې کړې وې، یا ورته منسوبې شوې وې. که له احنیف اتمر نه پوښتنه شوې وای چې چا ویل ترهګري له مدرسو  څخه را پورته کړی؟ او مدرسې ولې وتړل شي؟ که له ځینو نورو نه پوښتنه شوې وای چې د ښځې او نر دمېراث نه برابرتیا ولې انصاف او عدل نه  دی؟ که… که…

که ددې ډول څرګندونو په اړه په خپل وخت جدي ګامونه پورته شوې وی، نن به خلک ډاډه وو، په حکومت به یې باور و چې که څوک د ولس عقېدې او ارزښتونو ته په سپکه ګوري، حکومت یې پوښتنه کوي، بیا به خلکو په خپل سر هسې د آوازو پر بنسټ د یو چا د ټکولو او وژلو تکل نه کاوه.

له دې پرته که حکومت غوښتي وای چې نوموړې وژغوري، په ډېره آسانۍ سره یې دا کار کولی شوی، دوی وايي پولیس کم وو، که پولیس په نوموړې سیمه کې په رښتیا کم وو، او د خلکو مخه یې نشوی نیوی، آیا دا یې هم نشوی کولی چې لنډ وزارت داخلې یا امنیې قوماندانۍ ته زنګ ووهي، تر څو له هغه ځایه په څو دقیقو کې په پوره پیمانه پولیس راغلي وی او د فرخندې ژوند یې ژغورلی وی!

یقینا چې دا کار سل په سلو کې ممکن وو، او په ډېره آسانۍ سره تر سره کېدو، خو چې یو چا د مسولیت احساس کړی وی، د یو انسان وینې ته د انسان دوینې په سترګه کتل شوی وی، دوی وايي خلک ډېر وو، په خپره شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ټول را ټول شوي خلک تر سلو نه رسي، هغه چې وهل او کشول کوي، هغوی تر شلو هم نه رسي، که پولیسو په رښتیا غوښتی چې د فرخندې ژوند وژغوري، په باور سره چې په ډېره آسانۍ سره به یې ژغورلی وی.

له فرخندې سره چې کوم چلن شوی، په حقیقت کې بې کفایته او بې صلاحیته په نامه حکومت لاره ورته برابره کړې، دا په حقیقت کې د اسلامي ارزښتونو سره دحکومت ددښمنۍ هغه انځور دی چې حکومت یې په مغزو کې لري، له همدې امله غبرګون داسې د وحشت په نېشه مست را څرګند شو.

دوهمه خبره دا چې له فرخندې سره چې کوم چلن شوی، د نړۍ پر مخ په هېڅ قانون او کتاب کې نشته، هغه که الهي کتابونه او قوانین دي، او که وضعي، په اسلام کې د هر جرم او مجرم لپاره ځانګړي اصولو او شرایط شته، چې پرته له هغې بله لار غوره کول، خپله داسلام په سر ګوزار دی.

تر اوسه لا جوته نه ده چې فرخندې په رښتیا قرآن کریم ته اور اچولی و او که نه؟ که هسې ومنل شي چې په رښتیا یې دا کار کړی و، نو هغه څه چې له دې سره وشول، اسلام داسې نه وايي،  داسلام په مبارک دین کې د هغه چا لپاره چې له اسلامي مقدساتو سره بې ادبي، او یا یې سپکاوی کوي، ځانګړې لارې چارې په ګوته شوې دي، چې یوازې اسلامي حکومت یې تر سره کولی او پلې کولی شي. خو کله چې په یو ملک کې اسلامي څه، آن داسې غیر اسلامي حکومت هم نه وي چې قانون ته دروناوی ولري، او قانون پکې پلی وي، هلته بیا هره ورځ ددې ډول ګډې وډې بازۍ تمه کېدی شي.

ډاکټر سردار محمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x