نیوزیلینډ د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وری ۴مه ۱۳۹۴ل): نن د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیوزیلینډ د سویلي افریقا ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه او د نړیوال جام پایلوبې ته ووت.

سویلي افریقا د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. سویلي افریقا ټاکل شوي ۴۳ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۱ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبه کې د سویلي افریقا لپاره ډوپلیسس په ۱۰۷ توپونو کې د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۲ او مېلر په ۱۸ توپونو د ۶ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۹ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د سویلي افریقا ویکټ ساتونکی ډي ویلیرز په ۴۵ توپونو د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره بولټ دوه او انډرسن درې ویکټو اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. بولټ خپل ۹ اورونو کې ۵۳ او انډرسن خپل ۶ اورونو کې ۷۲ منډې ورکړې.

په لوبه کې د باران له امله د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ۴۳ توپونو د ۲۹۸ منډو هدف ورکړل شو. نیوزیلینډ ټاکل شوی هدف په ۴۲.۵ اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

د نیوزیلینډ لپاره میککلم په ۲۶ توپونو د ۸ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته ۵۹ او انډرسن په ۵۷ توپونو د ۶ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۵۸ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ایلیوټ په ۷۳ توپونو د ۷ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۸۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

سویلي افریقا لپاره مورکل درې ویکټې اخیستلو سره تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. مورکل خپل ۹ اورونو کې ۵۹ منډې ورکړې.

د نړیوال جام دوهمه نیمه پایلوبه به د مارچ په ۲۶مه د هند او استرالیا تر منځ ترسره شي او د دې لوبې ګټونکی به د نړیوال جام په پایلوبه کې د نیوزیلینډ لوبډلې سره مخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د