افغانستان

لاریون کوونکي:‌ د فرخندې قاتلین دې محاکمه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۴ل): نن سلګونو تنو په کابل ښار کې د فرخندې پر ملاتړ لاریون وکړ او له دولته يې د دې په قتل کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه کوله.

دغه لاریون چې د سترې محکمې له دروازې پیل شو، پکې سلګونو تنو له ځانو سره هغه شعارونه لېږدول چې پکې يې پر عدالت سربېره له دولته د پېښې د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوله.

فرخنده تېره پنجنشنبه د کب پر ۲۸مه د کابل په زړه کې د شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له خوا د قرآن سوځونې په تور ووژل شوه، چې وروسته يې دولتي او ازادو سرچینو د بې ګناهۍ تایید وکړ.

دولتي چارواکو د دویمې حوزې دیارلس پولیس هم په دې پېښه کې د بې غورۍ له امله موقتاً له دندو لرې کړي دي او هم يې یوولس تنه د فرخندې د قتل په تور نیولي دي.

که څه هم لاریون کوونکو له دولته د قضيې د بشپړې څېړنې او د کره شواهدو پر بنسټ د ښکېلو کسانو محاکمه غوښته، خو د هېواد قضايي سستم ته په ګډوډو ولس پر دې باور نه لري چې د بېښې عاملین به له قانون سره سم محاکمه شي.

بل پلو په کابل کې د جنايي پېښو د څېړلو مشر ظاهر ظاهر وايي چې دوی به قضیه رڼه پر مخ وړي.

فرخند تېره ورځ د ښځو پر اوږو د پنجصد فامیلي تر هدېرې یووړل شوه او خاورو ته وسپارل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x