په داسي حال کی چی اباماورباندي بندیزونه لګوي ایران نوی مزایل ازمویی

صاروخ إيراني(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۲/۰۱) له ایران څخه په تازه خبرکی رارسیدلي چی ددغه هیواد سمندری ځواکونو له ځمکي څخه وهواته ددرمیاني کچی مسافه ویشتونکي توغندوي وازمویل.

یوي ایراني حکومتي خبری رسني راپورخپورکړی دي، چی ددغه هیواد دسمندري قواوو له لوري څخه هرمزتنکی ته څیرمه کوم چی ایران دامریکي ومتحده ایالاتو ته ګواښ کړی دی کچیري یی دغه هیواد په وړاندي دبندیزونه ساحه پراخه کړی، دنړیوال تجارت پرمخ به دغه تنګی بند کړی، نوي توغندي ازمویلي دی.

دایران حکومت خبرورکړی دی چی ددغه هیواد دسمندري ځواکونو له لوري ازمویل شوی توغندي په پرمختللو وسایلو باندی سمبال دي.

ایران دتیرکال ددیسمبردمیاشتي پر۲۴تمه نیټه باندی دهرمزتنګي ته څیرمه فوځي مانوري پیل کړ ی دي، ویل کیږي چي دغه مانوری به لس ورځي په برکی ونیسي.

ایران دغه مانوری او دتوغندیو ازمویل په داسي وخت کی پیل کړي، چی د دغه هیواد او واشنګټن ترمنځ دهرمزتنګي پرسرباندی لا له وړاندي څخه جنجال زور اخیستي، سوداګریزي سرچیني وایی چی دنړي دتیلو له ۳۰ څخه بیا تر٪۴۰ په سلوکی دنفتو راکړه ورکړه له دغه تنګي څخه تیریږي، دغه تنګي چی ۵۰ کیلومټره سور او ۶۰ متره اوږدوالی لري په سیمه کی ډیر ستراتیجیک ارزښت لري.

ایران څو ورځي مخکی ګوت څنډنه کړی وه، کچیري دنړیوالي ټولنی له لوري دغه هیواد باندی دایټمی وسلوپرسرباندی نوربندیزونه ولګیږي، هیواد به یی دهرمز تنګي دتیلو دتجارت اوراکړي ورکړي په وړاندي بند کړی.

له بله لوري نن ورځ دامریکي دمتحده ایالاتو اولسمشر بارک اباما نوي قانون لاسلیک کړ چی ددغه قانون له رویه به ایران باندی لازیات نوي بندیزونه ولګیږي، ویل کیږی دنوي قانون له پلی کیدلو څخه به وروسته هغه بهرني شرکتونه کوم چی له ایران سره سوداګریزي اړیکی لري،نور ونشي کړای چی له ایران سره خپلو سودارګریزو چاروته دوام ورکړی.

اباما دیوي خبري غونډي پرمهال خبریالانو ته وویل چی دشکمنو ترهګرو سره د سلوک په اړه جوړشوي قانون دځینو اړخونو په اړه تحفظات لري، نوموړی زیاته کړه، له شکمنوترهګرو سره دسلوک کولو په اړه جوړ شوي قانون سره مرسته کول دامعنی هیڅکله نه لري چی ګواکي زه ددغه قانون له ټولو اړخونوسره موافق یم.

نوموموړي وویل زما له نظره شکمن ترهګرباید یوازي په هغه وخت کي دامریکي دحکومت له لوري ونیول شی کله چی دغه ترهګروغواړي دامریکي دمتحده ایالاتو اویاهم ددغه هیواد کوم بل ملګری هیواد کی دپروګرام دپلی کولو کوښښ وکړي.

ابا ما نن ورځ دایران حکومت په وړاندي دنویو بندیزونو قانون دهاوای په جزیره کی چیري چی نوموړی دخپلی رخصتی شپي اوورځي تیروي لاسلیک کړي، لویدیځ وایی چی ایران په هیواد کی دایټمی وسلو دترلاسه کولو لپاره پروګرام ترلاس لاندی لري،خو دغه حکومت بیا دلویدیځ تورونه ردوي اووایی چی ایټمی پروګرام یی دسلویزو هدفونو لپاره پیل کړی ده.

دامریکي اولسمشر بارک اباما پرایران باندی دنویو بندیزونو په لګولو کی ډیرله احتیاط څخه کاراخلی، نوموړی وایی داسي نه وي چی دغه هیواد باندي په یوه وار ډیربندیزونه ځیني لوی شرکتونه له خنډسره مخ کړی اودامریکی ځینی ملګري هیوادونه ورباندي ناراضګی څرګنده کړي.

کوم قانون چی ددغه هیواد دسنا دمجلس او کانګریس دغړو له لوري په غټ اکثریت سره منظورشو، ټولو هغه شرکتونوته کوم چی ددغه قانون له مخی متاثره کیږي شپږمیاشتی وخت ورکړی دي ترڅو ددغو قانون دپلي کیدو لپاره ځانونه تیارکړي.

بخت الحمن بخت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د