
جرمنۍ الوتکه په فرانسه کې غورځېدلې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۴مه، ۱۳۹۴ل): فرانسوي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله لیکلي جې «ایر باس» جرمنۍ الوتکه د فرانسې په جنوب کې هغه مهال غورځېدلې چې ۱۴۲ سپرلۍ یې جرمني ته لېږدولې.
رويټرز خبري اژانس د فرانسوي پولیسو له قوله لیکلي چې جرمنۍ (AIRBUS ۳۰۲) الوتکه چې ۱۴۲ مسافر یې لېږدول د فرانسې په جنوب کې غورځېدلې.
فرانس پریس خبري اژانس د امنیتي سرچېنو له قوله لیکلي چې الوتکه د جرمن وینګز هوايي شرکت ده او د هسپانیې څخه جرمني ته پر لاره د «فرینچ ایلپس» په غرنیزه سیمه کې غورځېدلې.
د جرمن وینګز هوايي شرکت مسوولینو هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په ایرباس ۳۰۲ ډوله الوتکه کې ۱۴۲ مسافر، ۲ پيلوټان او ۴ نور د الوتکې کارکوونکي سپاره وو.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ د پېښې په تړاو ویلي چې د پېښې له حالاتو داسې معلومیږي چې په الوتکه کې هېڅوک بچ شوي نه دي او الوتکه په داسې سیمه کې غورځېدلی چې هلته ورتګ ستونزمن دی.
خو د المان صدراعظمه انګیلا میرکل وايي چې سبا به د پیښې ځای ته پخپله ورځي تر څو وضعیت له نږدې وګوري.
نوموړې زیاته کړې چې د الوتکې ډیری سپرلۍ د المان، هسپانیې او ترکیې اوسیدونکي وو. هغې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې.
سنګه کولاي شو چي نن ټکي اسيا صفحه زماده فيسبوک پرټيملين باندي راشي جواب په انتظار