یو ځوان د پنځو دقیقو ورسته هر څه هیروي

عبدالرشید (عالمي)

پیل: د انسان حافظه یو ډیر لوی او ستر نعمت دی، کیدای شي چي موږ ته د دی احساس او اندازه نوی.

خو په چین کې  یو 25 کلن ځوان د حافظی د محدودیت له کبله نا خوښه دی او وای چي ورځنی ژوند یی خورا ستړی او ستونزمن شوی، چی علت یی د حافظی کمزوری ده، دې  یوازی د 5 دقیقو لپاره د یاداشت ساتلو توان لري.

په چين کې د هونګزائی په نوم يو ځوان چي د موټر په ټکر کیدو سره سخت ټپی شوی و، د تادوی په پایله کی صحمت و موند خو حافظه یی په پل ډول د لاسه وکړه چي هیڅ یو شی يي  د 5 د قیقو څخه زیات په یاداشت کي نه تم کیږی.

نوموړی وايی، د ټکر څخه ورسته یی ژوندون خورا ستونزمن شو خو بیا هم هغه په پوره همت د ستونزو سره مبارزه پیل کړه.

هغه وایی چی په ورځني ژوند کې هره یوه خبره په خپله کتابچه لیکي  ترڅو د دی لاري هره یوه خبره ور په یاد شي.

د دی پيښیي له کبله نوموړي ته کومه وظیفه هم نه پیداکیږی چی علت یی یوازی د اوږد مهالی حافظی له نعمت څخه لري پاتی کیدل دي.

دغه ځوان اوس د خپل توان په اڼدول یوه نوي دنده غوره کړي هغه داچي پلاستیکی بوتلی ټولوی او په مرسته یی خپل مور، پلار او ځان ته یو کب مړئ پیدا کوی. د چین دولت ورسره هم کله نا کله لږه ډیره مرسته کوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د