شعـــــرونه

معصومه فرخنده

لیکوال: انجینر شیراز

اه ربه!! زما د دردونو دا اتل ټټر!! یو ځل بیا وداغل شو!!

کابل یو ځل بیا پخپلی ړوند اندی، کینی او لیونیتوب کی!!

دا هسک اسمان ډیر وژړوو!!

معصومه فرخنده!!

بی بی سومیه!!

اه ربه!!

تور سر او محجوبه تنه یی اسمان ته د شهیدو ارواو په لور یوه لمبه شو!!

کابل په رڼو رڼو سترګو !!دا بربریت بدرګه کوو!!

د کابل هر ځای د یو ستر وحشت انځور دی!!

اما زعامت یی د سپینی ماڼی د طواف احرام تړلو!!

او دلته له تورو ګاټو ململی وینو طواف بدرګه کوو!!

۳ لکه امنیت ساتونکو د یوی تور سری د سون ننداره کوله!!

زما کابل څومره خوندی دی؟؟؟؟مونږ ولیدو!!

هر سړی یی یو داړوونک ځناور بریښیدو!!

ددی ښار انسان ډیر لویدلی بربریت دی!!

دا انسان په هیڅ کلتور کی نه ځاییږی!!الهی دین خو تری په هر صورت بیزاره دی!!

کابل کی هغه له حیا او پته لولپه ککري څه شوی!

هغه له خویندو او تورسرو لولپه وروري څه شوی!

کابل وښوده چی د هیچا دپاره خوندی ندی!!

زما کابل ۱۴۰۰ کاله شاته تللی!! هو د هماغه بربریت په لور!!

هو د هماغه ابوجهلی زعامت په لور!!

هو د هماغه جهلی یثرب په لور!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x