نړۍ

امریکاخپل سیاسي مخالفین دسرطان په ناروغي اخته کوي

 1_1104460_1_34

دنړۍ په کچه دامریکایانویوترټولوسترمخالف دوینزویلااولس مشر هوګوشاویز وايي !  داسي ښکاري چي امریکادي یوداسي ټکنالوجي ترلاسه کړي وی چي دهغې په وسیله سره  خپل سیاسي مخالفان دسرطان په ناروغي اخته کړی.
نوموړي وایې چي ډیره دحیرانتیاخبره  ده چي دلاطیني امریکاګڼ مشران دسرطان په ناروغي اخته دي .

هوګاشاویزته دروان کال په لومړیوکي دتشخیص په پایله کي  مالومه شوه چي په سرطان اخته دي اودامهال تردرملنه لاندې دي .تیره ورځ ارجنټاین هم په یوه رسمي اعلان کې په ډاګه کړه چي ښځینه اولس مشره کرسټینافرنانډزيې دسرطان په ناروغي اخته دي . له دي سره سره دبرازیل اولس مشردلماوزیف اوپخوانی اولس مشرلولاډي سلواکوهم دسرطان په ناروغي اخته دي . دلاطیني امریکا ددغوټولومشرانودکینسرپه ناروغی داخته کیدوټکي  ته په ګوته نیولوسره اولس مشرهوګاشاویز وایې ، دډیرې حیرانتیاوړخبره ده ، اوډیره ګرانه  ده چي مالومه دي شي  چي په لاطینه امریکاکي په یوه وخت له مونږ واړه مشرانوسره څه کیږي. نوموړی وایي ، زه پرچا تور نه لګوم ، خوداخبره هم ډیره لیري نه بریښي چي امریکادې کومه داسي ټکنالوجي موندلي وي چي په مټ يي مونږټول په کینسراخته کړي یو.اومونږدې ایله اوس په ځان پوه شوي یو. نوموړي وایي داهم کیداي شي چي دغه ګمان دي څه وخت وروسته په یقین بدل شي او امریکا دې په رښتیاسره دغه کارترسره کړي وي .

                                                                      ندیم توخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x