افغانستان

محبوب الله محیبي د کابل نوی سرپرست والي شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۴مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزي د یوه فرمان پر اساس محبوب الله محیبي د کابل ولایت سرپرست والي والي ټاکلی.

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د نوموړي د منظورۍ حکوم ولسمشر اشرف غني د کب د میاشتې په ۲۸مه نېټه ورکړی.

محبوب الله محیبي تر هغه وروسته د کابل سرپرست والي وټاکل شو چې پخواني والي عبدالجبار تقوا له خپلې دندې استعفا ورکړه.

سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې د خبرپاڼې له مخې محیبي به د نوي والي تر ګومارنې پورې د کابل ولایت سرپرست والي وي.

محیبي په کابل پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې، د کابل ولایت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.

تر دې وړاندې نوموړی د سیمه ییزو اورګانونو په خپلواکه اداره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمیسیون کې هم کار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x