
طالبانو د فرخندې وژنه «شومه دسیسه» وبلله
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۴مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغې ښځې وژنه په کلکه غندلې چې تېره اونۍ د کابل د شاه دوشمشیره په زیات کې ګڼو پاریدلو خلکو تر وژلو وروسته په اور وسوځوله.
د طالبانو ویاند د یوې اعلامیې په ترڅ کې نوموړې پيښه «شومه دسیسه» بللې او زیاته کړې يې ده چې دوی له قرآن کریم څخه دغه راز ناوړه استفاده او د یو بې ګناه انسان وژنه په کلکه غندي.
نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد ویلي:
«اسلامي امارت دغه راز شومه دسيسه جوړول، له قرآن کریم څخه دغه راز بده استفاده کول او بیا يو بې ګناه انسان يې په نتیجه کې وژل په کلکو ټکو غندي،اوکورنۍ ته یې تعزیت وایې».
ښاغلي مجاهد ویلي چې له امریکايي «اشغال» سره جوخت هیواد ته په زرګونو داسې اشخاص راغلي چې هڅه کوي د اسلامي شعایرو په وړاندې افغان ولس بې پروا کړي، دښمني ورسره وکړي او سوچه اسلامي احساسات یې مجروح او بدنام کړي.
طالبانو په ولس غږ کړی چې د اسلامي مقدساتو پر خلاف توطیو ته متوجه اوسي او پرینږدي چې «د دغه راز کړنو لپاره زمینه مساعده شي تر څو د اسلام دښمنه کړیو لپاره اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي».
د طالبانو ویاند هغو کسانو ته د سختې سزا ګواښنه کړې چې په دغې پیښه کې یې لاس درلودلی او په وینا یې د شخصي هدف لپاره یې بې ګناه ښځه وژلې ده.
«د دغې پيښې په اړه موږ ژمنه کوو چې د امکان په صورت کې به اصلي عاملينوته چې د دغې بي ګناه ښځې د مرګ سبب شول، خلک يې د خپل شوم غرض لپاره راوپارول او دقرآن کریم له حرمت څخه يې په شخصي موضوع کې سوء استفاده وکړه سخته سزا ورکوو، ترڅو دنورو دا ډول ناوړه پيښو د مخنیوي سبب شي».
خو طالبانو په عین حال کې دا هم څرګنده کړې چې که چیرې کوم وخت رښتیا هم د اسلامي مقدساتو د توهین هڅه کیږي نو بیا دا د ملت مسلم حق بولي چې د خپلو مقدساتو ټینګه دفاع وکړي.
د طالبانو د اعلامیې په پای کې راغلي:
«البته داخبره باید روښانه کړو چې زموږ ملت مسلمان ملت دی، که کومه کفرپالې کړۍ هڅه وکړي چې واقعا د اسلامي مقدساتو په وړاندې ګستاخانه حرکات ترسره کړي بیا موږ دا د خپل ملت مسلم حق بولو چې دخپلو مقدساتو څخه کلکه ننګه وکړي».
باید وویل شي چې فرخنده یوه اونۍ وړاندې د کابل په شاه دوشمشیره زیارت کې د خلکو له خوا د قرآن سوځونې په تور ووژل شوه، چارواکو په پیل کې نوموړې لیونۍ وبلله خووروسته يې دولتي او ازادو سرچینو د روغتیا او بې ګناهۍ تایید وکړ.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې فرخنده د پولیسو تر نظر لاندې او د هغوی په همکارۍ وژل شوې، دغه سازمان غوښتنه کړې چې باید په پیښه کې ککړ پولیس محاکمه شي.
دا چې اسلامي امارت له تحقیقاتو وروسته هم داڅرګنده شوه چې نوموړي بې ګناه وه ، نو څرنګه چې زما په اسلامي امارت سل په سل کې یقین دی ان شاء الله چې دوی پوره تحقیقات کړي دي او س نو زماهم یقین دی چې همداسي به وي ، نو زه پخپلو تېرو پوسټونو له خدای جل جلاله څخه هم بخښنه غواړم ، او دفرخندې معامله خدای ته سپارم ، الله تعالی دي په موږ باندي خپل رحم وکړي
ټولو ته سلامونه او احترام د یادې پېښې په لومړي سر کې مې د قران کریم د بی حرمتی په خاطر د مظلومې فرخندې مجازات ستایلي وو خو کله چې مدني فعالانو (دوپایه خرو)، جګړمار ګوډاګي اداره په ګډو وډو سر شوه او د فرخندې د کورنی او خپلواکو لیکوالانو له خوا د هغې د مظلومېت خبرې پیل شوې نو له سختې سردرګُمی سره مخ شوم داسې سردرګُمي چې د وینې فشار مې په بس ساري ډول لوړ شو. کافر اشغالګران او ددوی جګړمار لاسپوڅي داسې دسیسې جوړوي او پلې کوي چې مسلمانان ذهنا پرې اذیت شي او په دوه… نور لوستل »
ذبیح الله مجاهد به دا تحقیقات یو کال وروسته نشر کړي و، خپل پلویان يې ولس ته وشرمول دا څه کیسې شوی؟؟؟ زه حیران په دې یم چې په یوه پیښه یوه اونۍ تحقیقات؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دا څه ډول کیسه ده؟؟؟ نو ذبیح الله مجاهد خو کم تر کمه باید په همغه اوله ورځ دومره خبر نشر کړی و چې هیوادوال دی انتظار وکړي موږ تحقیقات کوو،خو وروسته له دې ټولو کیسو چې په یدې یوه هفته کې تیرې شوی اعلامیه نشرول زه د ذبیح الله مجاهد لویه ناکامي بولم،البته امارت زموږ د ټولو کور دی،امارت پسې خبرې نه کولای شم او… نور لوستل »
دا کار د شمالی ټلوالی لنډغرو کړی کنه دی یوه مسلمانه ښځه وه
ههههههههههههههههههههههههههه دوی د وردگو او غزنی د عام وژني په اړه څه نظر لري؟
محترمو وروڼو مخکی د معلوماتو څخه په یوه ځیز خبری کول په هغه باندی فتوا ورکول دا یوه لویه تیروتنه ده مخکی دمخکی څخه د یوی حادثی پوښتنه کوی بیا نظر ورکوی دغزنی ماشومان چا شهیدان کړل دوردګو حادثه چا وکړه یو ځل خو ځانونه خبر کړی چی څه حال دی ؟
اسلام پیژنی ؟
قران پیژنی ؟
سنت پیژنی ؟
یو ځل الله تعالی ته مخ کړی د قیامت په ورځ به څه جواب ورکوه