نړۍ

جرمني: محکمي په ښکاره ډول زدکونکي د لمانځه له اداکولو څخه منع کړ

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۸) یوي جرمني محکمي په ښونځي کی زدکونکي په ښکاره ډول له لمانځه اداکولوڅخه منع کړ.

یوی امریکایی رسني ټایم مجلی خبرخپور کړي دی چی دجرمني هیواد دیوی محکمي له لوري په دغه حکم سره چی مسلمان زدکونکی نشي کولای په ښوونځی یا لیسه کی په عامه توګه لمونځ اداکړي، دابه دمسلمانوزدکونکو هغه مبارزي ته دپای ټکی کیږدي چی له ډیره وخته څخه یی دغه هیواد کی دحکومت خلاف ددي لپاره پیل کړي ترڅو ددي حق ترلاسه کړی چی دښوونځیو په میدانونو اولاروکوڅو کی لمونځونه اداکړي.

دټایم مجله وړاندی لیکي، ددغه هیواد دفډرالی اداری محکمي یوه قاضي وویل دمحکمي له لوري چی دمسلمان زدکونکي په خلاف کوم حکم صادرشوی دی دایوه انفرادی قضیه ده، خو داسي ګمان کیږی چی زدکونکی به دثانوي زدکړو له مکمل کیدو څخه وروسته ددغه هیواد فډرالي اساسی قانون ته مراجعه وکړي.

ټایم مجله وړاندی لیکي چی دایواځي ددغه مسلمان زدکونکي مسئله نه ده چی محکمي په ښوونځي کی په ښکاره ډول له لمانځه اداکولوڅخه منع کړي، بلکه داپه مجموع کی دغه هیواد کی دټولو مسلمانو زدکونکو لپاره دپام وړخبره ده چی ایا مسلمان زدکونکي کولای شي چی ددغه هیواد دپوهنی په مرکزونوکی په عامه توګه لمنځونه اداکړي.

ویل کیږی ددغي پیښي ریښی هغه ځایه پوری رسیږي کوم چی له نن څخه څلور کاله مخکی دیوه ښوونځي سرښوونکی هغه وخت اوه تنه مسلمان زدکونکي دلمانځه له اداکولو څخه منع کړل کله چی دغو زدکونکو دښوونځی په منځ  کي کومه لاره باندی دلمانځه داداکولو په تکل مخ پرقبله ودریدل، چی وروسته بیا دغه قضیه یوه سمیزي محکمي ته ورسیدله اوله دغي محکمي څخه بیا له دی څخه وړاندی چی رامنځ ته شوی شخړه ددغه هیواد اداری فډرالی محکمه وڅیړي سیدا دلیبزیج ښار داستئناف محکمي ته وړاندی شوه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x