افغانستان

امریکا افغانستان کې خپل ۹۸۰۰ عسکر پرېږدي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وری ۵، ۱۳۹۴ل): امريکا پرېکړه کړې، چې د روان ۲۰۱۵ز کال تر پايه افغانستان کې خپل ۹۸۰۰ عسکر پرېږدي او د راتلونکي کال لپاره به وروسته پرېکړه وکړي، چې د حالاتو له مخې څومره امريکايي عسکرو ته اړتيا ده.

دا څرګندونې د امريکا ولسمشر بارک اوما د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره سپينه ماڼۍ کې له ليدو وروسته د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وکړې.
امريکا د خپل اعلان شوي پلان له مخې ويلي و، چې د ۲۰۱۵ز کال په وروستيو کې به له افغانستانه د امريکا ۹۸۰۰ عسکر په تدريجي توګه وځي او يوازې پنځه زره پنځه عسکر به پاتې وي.

اوباما دا پرېکړه د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال د جګړې د پای ته رسولو د ژمنې د پوره کولو په موخه کړې وه، مګر د ګډ حکومت دواړو مشرانو واک ته له رسېدو سره له امريکايي چارواکو بيا بيا غوښتنه کوله، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د وېستو په پلان بيا کتنه وکړي او له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي.

اوس چې د ګډ حکومت دواړه مشران واشنګټن کې دي د امريکا له ولسمشره يې غوښتنه کړې، چې خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي او اوباما هم د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په ټينګار او غوښتنه يې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو پلان کې بدلون راوستی او د روان کال تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي او د راتلونکي لپاره به د حالاتو له مخې پرېکړه وکړي.

اوباما د خبري غونډې پر مهال وويل: «افغانستان اوس هم يو خطرناک هېواد دی او له همدې امله مو پرېکړه کړې، چې د روان کال تر پايه به امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.»

اوباما وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ نوي افغان حکومت او امريکا د اړيکو نوی باب پرانستل شوی دی. د ګډ حکومت مشر اشرف غني وويل، چې له افغانستانه د امريکايي عسکرو د ويستلو پلان کې بدلون ته هرکلی وايي او د امريکايي عسکرو شتون د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره ډېر ګټور دی.

«ستونزو او کړاوونو دواړه يو ځای کړي يو او دښمن مو هم شريک دی.»

د لويديزو رسنيو له قوله اوباما سره له ليدو يوه ورځ وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکا دفاع وزارت پينټاګون ته ولاړ او هلته يې افغانستان کې وژل شوو امريکايي عسکرو ته خپل عقيدت او درناوی وړاندې کړ او له امريکايي چارواکو يې مننه وکړه، چې د افغانستان مرسته کوي.
اشرف غني زياته کړه: «تاسې هر يو په افغانستان کې يو ميراث پرېښئ او په همدې څوارلس کلنه جګړه کې له ۲۲۰۰ زيات امريکايي عسکر وژل شوي او له شلو زرو زيات ټپيان شوي او موږ ستاسې د خدمتونو او قربانيو مننه او درناوی کوو.»

له اوږدو ټاکنيزو شخړو او ناندريو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په منځګړيتوب، چې اشرف غني او عبدالله د ملي حکومت مشران شول، له امريکا سره يې اړيکې ډېرې ښې دي او د همدې اړيکو لومړی پیل يې د واک په سبا امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليکولو انکار کړی و او دا کار يې د غلامۍ تړون او د افغانستان په زيان يې باله، مګر د ګډ حکومت دواړو مشرانو د واک د تر لاسه کولو په سبا امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x