د نن سرلیکنه

د ولسي وګړو د عام وژنې د مخنیوي لپاره څه باید وکړای شي ؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د کابل کندهار پر لویه لاره د میدن وردګو ولایت د سیدآباد په سیمه کې نامعلومو وسله والو (۱۳) تنه مسافرین شهیدان او یو شمیر نور ژوبل کړل.

تر هغه یوه ورځ له مخه په غزني کې (۱۶) تنه تنکي ماشومان په لوبغالي کې د لوبو په مهال د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله په ډیره بیرحمې سره مړه او ژوبل کړای شول او تر هغه وړاندې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې پر بهادریه خانقا باندې د نامعلومو وسله والو د برید له کبله (۶) ولسي کسان مړه او (۵) نور ټپیان شول ، او تر هغه هم یوه اونۍ وړاندې نا معلومو وسله والو د کابل کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت د پښ په کنده کې ۳۱ تنه ولسي وګړي یرغمل او تر اوسه پوري يي د مرګ اوژوند درک نا معلوم دی.

دا ټولې خونړۍ او خطرناکې پیښې تقریبا د یوې میاشتې په ترڅ کې رامنځته او قربانیان یې هم ټول هغه بیوزله ولسي افغانان دي چې د جګړې په هیڅ لوري پوري هیڅ ډول تړاو نه لري.

ښايي د نامعلومو وسله والو لخوا د ولسي وګړو د وژلو ،ژوبلولو او برمته کولو دا لړۍ نوره هم پراخه او له امله یې خدای مکړه افغانستان هم د عراق او سوریې په څیر د فرقه یي ، مذهبي او تو کمیزو شخړو ډګر وګرځي.

که څه هم چې د امریکايي اشغال په تیرې ۱۴ کلنې مودې کې په زرګونو ولسي افغانان د اشغالګرو لخوا د جګړې په ډګر او همدا راز په ولسي سیموکې وژل شوي ، خو اوس چې د دغو ځواکونو د ظاهرې پرشاتګ په مهال د نامعلومو وسله والو لخوا تر مختلفو پلمو او نومونو لاندې د ولسي افغانانو د وژلو لړۍ جاري ساتل کیږي ښايي د افغانانو د مستقبل لپاره ډیرې ترخې پایلې ولري .

ځکه د ا ډول مرموزې پیښې چې د هیواد په دغو حساسو شرائطو کې د مرموزو حلقاتو لخوا د مرموزو اهدافو لپاره تر سره کیږي په تدریجي ډول د افغانانو ترمنځ د کور ورانوونکې کورنۍ جګړې د پیښیدو عوامل برا بروي.

اوس چې د دې خطر ناکې لړۍ د پیل ورځې دي ، ښايي د وخت په تیریدو سره هغه نوره هم پراخه او د هیواد ډیرو سیمو ته وغځیږي ، لهذا افغانانو ته په کار دی چې د خپل ملي وحدت په ټینګولو سره د هغې مخنیوی وکړي ، او د دښمن لخوا د هغو تخریبي شعارونو او تبلیغاتو ښکار نشي چې د دوئ د ویشلو لپاره يي د قومي ، مذهبي ،لساني او منطقوي اختلافاتو را پورته کولو لپاره کوي .

همدارز د جګړې افغان لوریوته په کار دي چې په مسؤلانه ډول د دغې خطرناکې پدیدې په مخنیوي کې اقدام وکړي .

یواځې په دې سره هیڅکله د جګړې د ښکیلو لوريو مکلفیت نه پوره کیږي چې هغوي د ولسي وګړو د وژل کیدو له پیښې څخه خپل برائت اعلان کړي ؛ ځکه د ولسي خلګو خوندیتوب د هغوی مسؤلیت دی او باید په ترسره کولو کې خپل وظیفوي او اخلاقي دین تر سره کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x