داسلام پالو بریالیتوب احمد عزدزړه په ناروغي اخته کړ

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۷) په مصرکی دوطن ګوند مشر احمد عزکو چی فعلا زنداني دي دزړه په ناروغي اخته شوی اودزندان اړونده روغتون ته وړل شو ی دي،

احمد عز چی په قاهره کی کوم زندان کی شپی او ورځي صبا کوي، نوموړي هیواد کی رواني ټاکني دزندان دتلویزیون له لاري تعقیبولی.

امینتي کسانو خبرورکړي دی وایی احمد عز هغه وخت دزړه په ناروغي اخته شو او یو ناڅاپه ورباندي دزړه حمله راغله کله چی یی دتلویزیون له لاري ولیدو چي دمصر اسلام پاله ګوندونه داخوان المسلمین سیاسي څانګه دازادي اوعدالت ګوند اوهمدارنګه دمصردسلفیانو ډله (دنورګوند) کټونکي دي.

دروغتون ډاکټرانو رسنیو ته ویلي چی داحمد عز دزړه ناروغي ډیره پیچیده ده کیدای شي راتلونکو دوو ورځو کی یی عملیات وشی.

ویل کیږي له کله څخه چی په مصر کی ټاکنی پیل شوی دي احمدعزبه دټاکنو سلسله له زندان څخه لیدله چی هره ورځ به یی ورباندی منفی اثرکاوو او دوینو دپشار دجګوالي شکایت به یی کاوه، ډیرفکرونه به یی وهل او خفه به مالومیده، خو دزړه ناروغي یی هلته خطرناکه شوه کله چی نوموړي ولیدل چي دمصرهیواد دواړه اسلام ګوندونو ګټونکي دي.

په مصر کی دټاکنو اوله اودوهمه مرحله پای ته ورسیده چی دغو دواړو مرحلو کی دمصر هیواد اسلام پاله ګوندونه، داخوان المسلمین سیا سي څانګه دازادي اوعدالت ګوند او همدارنګه دمصر دسلفيانو ګوند (نور) میدان وواهه.

دټاکنو دریم پړاو به دراتلونکي میاشتی (جنوري) پر ۴ او ۵ نيټه باندی کیدونکي وي او له دی څخه وروسته به دولسی جرګی لپاره د۱۵۰ کاندیدانو ټاکني ترسره کیږي، دغه ټاکني به ددغه هیواد په نهو ولایتو لکه: الدهلیه، المنیا، القیلوبیه، الغربیه، قنا، وادی الجدید، مطروح، شمال السینا، اوجنوبي سینا کی ترسره کیږي.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د