fbpx

د لمر او باد مقابله

حامد افغان

لمر او باد د الله ستر او پیاوړي مخلوقات دي یوه ورځ دواړه سره مخامخ شول، باد ورته وویل: زه د الله په ډېرو مخلوقاتو کې د زیات ځواک خاوند یم زما د الوت د قوت له نامه (طوفان) نه د مخلوقاتو اندامونه لړزیږي او .. لمر ورته وویل: منم چې ستا له شور او غوغا به مخلوقات ویریږي، ستا صرصر، بربر او شڼهار په خلکو کې وېره او ډار خپروي خو زما ځواک ته ګوره چې د نړۍ هر کونج ته نور او رڼا رسوم او هر ځای ته لیږ او زیاته تودوخه ورکوم.

باد د لمر په خبرو له پوزخنده ډکه خندا وکړه، یوې خواته یې وکتل یو انسان یې ولید چې د وړیو کمبله یې په ځان ټینکه پیچلې ده نو لمر ته یې وویل: ګوره ته به د خپل زور ډېري باټي ووهي خو زه یې نه درسره منم او زما زور ته نه منې، راځه عملاً یې سره معلومه کړو، دا ګز او دا هم میدان، هغه وړاندې انسان ته وګوره، اوس به یې سره معلومه کړو په ما او تا کې که په هغه پېچلې کمبله هر یوه له هغه نه لري کړه هغه پیا وړی دی او هغه بل به یې زور ته غاړه ږدي، لمر ورته وویل: بیخي مې خوښه ده، ځه وار ستا دی، برید کوه.

باد په ټول ځواک سره له مختلفو لوریو په کمبل پېچلي وروالوت شڼهار او صرصرا یې ولګوله څو د سړي له وږو کمبله وغورځوي، خو سړي خپله کمبله په ځان پوري ټینګه ونیوله، څومره چې باد تیزیده هغومره سړي پخپله کمبله کې خپلي منګولي خښولې، باد خپل ټول زور او طاقت وازمایه خو له سړي یې کمبله ونه غورځوله، ناامیده شو او لمر ته یې وویل: زه نه شم کولی له سړي کمبله وغورځوم اوس ستا وار دی.

لمر په کراره کراري، نرمي او خاموشي سره په کمبل پېچلي اشنا باندي خپلي وړانګي او تودوخه ورپرېښودله، او ورو ورو یې خپله تودوخه ورزیاتوله، کمبل پېچلي نرمه ګرمي احساس کړه خو ګرمي زیاتیدله آن د سړي هډونو نرمه خوله وکړه، ګرمي چې نوره هم زیاته شوه سړی خولې شو او کمبله یې پخپل لاس له ځانه لري او وغورځوله، د لمر په شونډو فاتحانه موسکا خپره شوه او سرځوړند باد ته یې په تبڼه لهجه وویل: ودي لیدل زما زور منې او که نه؟ او لمر زیاته کړه: ګوره باده یاره! ډېر سخت، ستونزمن او درانه کارونه په نرمي او چوپتیا سره ډېر ښه ترسره کیدلی شي په داسې حال کې چې هغه په زور او شور، غوغا او سختي سره نه شي ترسره کیدلی، او دا خبره مې په غوږ کې ټینګه ونیسه چې په نرمي او عاقلانه چلند سره حل شوې ستونزي او مشکلات د تل له پاره حل او فصل پاته وي او په زور او سختي سره خو لومړی د ستونرو د حل چانس ډېر کم دی او که فرضا حل هم شي دا حل لنډ او موقت وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د