افغانستان

سرنوشت: د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار؛ پر افغان عسکرو بې باوري ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا په سفر کې د ګډ حکومت د مشرانو له لوري د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار، پر افغان عسکرو له بې باوري پرته بله معنی نه لري.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې پخپله تبصره کې د شنونکو له قوله ویلي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټينګار په افغان عسکرو هغه باور چې ان په ملاتړ يې غونډې جوړې شوې بېرته کمزوری کوي.

د ګډ حکومت مشرانو امریکاته له لسګونو کسانو سره په سفر کې پرون په کیمپ ډیویډ کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو په اړه خواشيني وښوده او ویې ویل چې د هغوی د وینو په برکت اوس په افغانستان کې ډېر بدلون راغلی دی.

ګډ حکومت په پیل کې هم پر دې ټینګار کاوه، چې امریکايي مشران دې د خپلو عسکرو د وتلو په پلان له سره فکر وکړي.

خو یاده ورځپاڼه د ولی الله شاهین په نوم د یو سیاسي کارپوه له خولې لیکي، چې د ګډ حکومت د مشرانو له لوري د بهرنیانو پر پاتې کېدو ټینګار دا معنی لري، چې دوی لا هم پخپلو عسکرو باور نه لري.

شاهین وايي چې په دې وروستیو کې د افغان عسکرو په ملاتړ د غونډو له جوړولو نه هم موخه دا وه، چې ولسي باور پرې پیاوړی شي، خو د ګډ حکومت د مشرانو زارۍ دا باور بېرته کمزوری کوي.

دا په داسې حال کې دی چې ګډ حکومت د سولې د هڅو خبر هم ورکوي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره د طالبانو لومړی شرط د بهرنیانو وتل دي.

محب الله شریف بیا وايي چې ښايي افغان چارواکو ځکه د امریکايي عسکرو پر پاتې کېډو ټنیګار کړی وي، چې دوی له دې وېرېږي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغانستان هم د عراق په څېر شي.

اوس چې د ګډ حکومت دواړه مشران واشنګټن کې دي د امريکا له ولسمشره يې غوښتنه کړې، چې خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي او اوباما هم د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په ټينګار او غوښتنه يې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو پلان کې بدلون راوستی او د روان کال تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي او د راتلونکي لپاره به د حالاتو له مخې پرېکړه وکړي.

اوباما د خبري غونډې پر مهال وويل: «افغانستان اوس هم يو خطرناک هېواد دی او له همدې امله مو پرېکړه کړې، چې د روان کال تر پايه به امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.»

یاده دې وي چې د تېر میلادي کال له پای ته رسېدو سره جوخت د بهرنیانو پوځي ملاتړ پای ته رسېدلی، خو د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې همکاري يې روانه ده.

امریکايي چارواکو د ګډ حکومت مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د افغان عسکرو د تجهیز لپاره به په ۲۰۱۷م کال کې له خپل کانګریسه بودیجه هم وغواړي.

که څه هم په تېر میلادي کال کې له افغان عسکرو د بهرنیانو پوځي او مالي ملاتړ دواړه موجود و، خو بیا هم تېر کال د افغان عسکرو لپاره تر نورو ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x