ايمان لومړنۍ اوکرايني ښځه ده، چې له اسلام منلو وروسته يې ټول قرانکريم حفظ کړ

د فيرا فيريندک په نوم يوې اوکراينۍ نجلۍ ۱۷ کاله وړاندې د اسلام مبارک دين قبول کړ، نوم يې ايمان شو او د ژوند تر ټولو ستر ارمان يې دا و، چې قرانکريم ټول حفظ کړي او څو وروځې وړاندې يې الله تعالی دا ارمان پوره کړ، چې د ټول اوکراين په کچه لومړنۍ اوکرايني مېرمن شوه، چې د اسلام له منلو وروسته يې ټول قرانکريم له ياده زده کړ.

ايمان دا فکر کاو، چې نيم قرانکريم ياد کړي، نو لويه توره به وي؛ ځکه د فهم، لغت، تفلظ او حتا د وخت ستونزې د ايمان پر وړاندې لوی خنډونه وو، مګر ايمان همت وکړ او الله تعالی پرې د خپل قرانکريم د حفظ مهرباني وکړه.

۳۵ کلنه ايمان وايي: «خاوند به مې يو ايت څو څو ځل راته تکراراو او ما به ډېره سختي ياداو، ځکه چې دعربي حروفو مخرجونه ډېر سخت دي او بله دا چې ما څه يادول، په معنا يې نه پوهېدم»

هيلې او عزم

ايمان وايي، چې د قرانکريم د حفظ لپاره يې د عربي ژبې زده کړه پيل کړه، اياتونه به يې په خپله ليکل، د هغو ايتونو د معناوو ژباړه به يې کوله، تر څو دغه ايتونه د خپل فهم په مرسته ياد کړي، دا کار ډېر ستونزمن و او ډېر وخت يې هم ونيو او په ځانګړې توګه، چې ايمان د پوهنتون محصله و، بيا يې دنده پيل کړه، واده يې وکړ او بيا مور شوه.

ايمان زياتوي: «د عربي ژبې زده‌کړې د قرانکريم په حفظ کې ماسره ډېره مرسته وکړه او بيا د اوکراين پلازمېنې کيف کې د اسلامي ثقافت مرکز د حفظ لپاره ما ته يو پروګرام جوړ کړ، چې د هغه پروګرام په برکت ما په نهو مياشتو کې د قرانکريم حفظ پوره کړ.الحمدلله.»

د قرانکريم له حفظ او فهم وروسته د ايمان لويه ارزو دا ده، چې خلکو ته قرانکريم ورسوي، د اسلامي دعوت پر مهال د قرانکريم پر اياتونو استدلال وکړي او له دې لارې نورو خلکو ته اسلام ورسوي.

ايمان نورو نجونو ته د قرانکريم تدريس کوي

ايمان نورو نجونو ته د قرانکريم تدريس کوي

ښه نمونه

د ايمان په لاس مسلمانه شوې، پيغله جانا وايي، چې د ايمان د ملګرتيا او دعوت له برکته يې له اسلام او مسلمانانو سره مينه پيدا شوه، اسلام يې قبول کړ او د ژوند د هر ډګر لارښوونه اوس له قرانکريمه اخلي.

ايمان وايي: « زه تل هڅه کوم، چې نا مسلمانو خلکو ته د اسلام په اړه معلومات ورکړم، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې لارو کوڅو، سوداګريزو مرکزونو او عامو ځايونو کې خلک زما د حجاب، اسلامي جامو او کړو وړو له امله له ما پوښتنه کوي او په اسلامي مرکز کې د اسلامي دعوتي کتابونو، خپروو، د اسلام په اړه بحثونه او سيمينارونه جوړوو.»

ايمان ټينګار کوي، چې نا مسلمو لپاره د دعوت غوره لار د مسلمانانو عملي ژوند او کړه وړه دي او د يوې مالې محاسبې او مسلمانې دعوتګرې په توګه زه تل هڅه کوم، چې د خپل عمل له لارې خلکو ته اسلام ورسوم.

ايمان  د اسلام او مسلمانانو په اړه سيمينار ته وينا کوي

ايمان د اسلام او مسلمانانو په اړه سيمينار ته وينا کوي

ايمان وايي، چې د ژوند د ټولو چارو بريا يې د قرانکريم له حفظ او عمل سره تړلې ده؛ ځکه چې قرانکريم اخلاق دي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قرانکريم و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د