دخلیل ابراهیم له وژلو څخه وروسته لا اوس هم جګړه روانه ده(سوډان)

خليل ابراهيم(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۶) سوډان چارواکي وایی هغه سیمه کی چیري دسوډان دحکومت یو وتلي مخالف او دعدل اومساوات په نامه سره وسلوالي ډلی مشر خلیل ابراهیم له خپلو دیرشو تنو وسلوالو سره ووژل شو تراوسه پوري لا په سیمه كي دحکومت اودخلیل ابراهیم دوسلوالو ترمنځ جګړه روانه ده.

دسوډان هیواد داطلاعاتو اوکلتور وزیر عبدالله علی مصار له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، جګړه ددارفور او دکوردفان ولایت په شمال لورته ددواړو ایالتونو ترمنځ روانه ده.

تیره ورځ دسوډان هیواد فوځی چارواکودخلیل ابراهیم دوژلو خبرورکړی وو، همدارنګه دعدل اومساوات ګوند هم یو بیا ن صادر کړی وو اودخپل مشر وژل یی تاید کړی وو.

تیره ورځ دفرانسي خبري اژانس دسوډان هیواد د فوځ دویاند له لوري خبرنشر کړی وو، چی دسوډان حکومت دمخالفی وسلوالي ډلی مشر خلیل ابراهیم تیره پنج شنبه له سوډانی عسکرو سره په مخامخ نښته کی ژوبل شوی وو چی وروسته یی دسختو ټپونو له امله ساورکړه.

نوموړي زیاته کړه سوډانی عسکرو تیره بنج شنبه دکردفان ولایت په شمال کی ام قوزین سیمه کی له مخالفو وسلوالو سره نښته کړي وه، چی له کبله یی سیمه کی ټوله ډله تربرید لاندی راغلی وه چي دنښتی په ترڅ کی دیرش کسه مخالف وسلوال ووژل شول او دعدل اومساوات ګوند مشر خلیل ابراهیم سخت ژوبل شوی وو، خو خلیل ابراهیم بیا هم ژوندی وو او ددارفور شمال ام جرهان سیمه ته انتقال شوی وو، کوم چی تیره ورځ یی هلته ساورکړی اوخاوروته سپارل شوی دي.

دیادولو وړ ده چی خلیل ابراهیم په کال ۲۰۰۳ کی ددارفور دځینو نورو وړوړ ګوندونو په یوځای کولو سره دحکومت په خلاف دعدل اوانصاف په نامه سره نوي ګوند اعلان کړ.

دغه ګوند بیا په کال ۲۰۰۸ کال دحکومت په خلاف وسلوالو بریدونوته زور ورکړچی یو ځلی یی له خرطوم سره څیرمه ام درمان ښارباندی برید وکړ، او خرطوم کی جمهوري ماڼي ته څیرمه ورسیدل چی وروسته بیرته دسوډانی عسکرو له لوری شاته وتمبول شول.

شنونکي وایی دخلیل ابراهیم وژنه به دعدل اومساوات ګوند لپاره لویه ماتی وی اودغه ګوند به ژر ونشي کړای چی بیرته دپخواپه شان منظم اوخپلو بریدونوته دوام ورکړي.

دعدل اومساوات ګوند په دارفور کی له عسکري نګاه څخه ترټولو ځواکمند ګوند دي که څه هم دوه نورګوندونه چی دسوډان دازادي په نامه سره دحکومت په مخالفت بوخت دی چی یو یی منی ارکومناوی په نامه سره دسوډان دازادی ګوند دی او بل بیا دعبدالواحد محمدنورپه نامه سره دسوډان دازادی ګوند دي چي دحکومت په خلاف په وسلواله مبارزه اخته دی خو داه دواړه ګوندونه دومره ځواکمند نه دی لګه دعدل اومساوات ګوند.

نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د