له دې پروګرام سره خپل د سمارټ فون ایکن (Icon) بدل کړئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۵مه ۱۳۹۴ل): که غواړئ خپل د سمارټ فون ایکن (Icon) بدل کړئ نو د ایکن بدلولو دغه نوی پروګرام چې (‌Belle UI Icon Pack) نومیږي ښکته کړئ.

له دې پروګرام سره کولی شئ خپل د سمارټ فون ایکن (Icon) مختلفو بڼو ته بدله کړئ او له نوي ډیزاینونو خوند واخلئ.

هره ورځ په زرګونو نوي اپلیکیشنونه جوړ او کاروونکو لپاره بازار ته وړاندې کیږي خو دغه اپلکیشن توانیدلی چې لږه موده کې د ډیرو کاروونکو توجه جلب کړي.

په سمارټ فونونو کې هر اپلیکیشن او په سمارټ فون کې له وړاندې څخه ښکته شوي پروګرامونه یو خاص او ځانګړی ایکن (Icon) لري چې اکثره يي د خپل ایکن (Icon) له مخې پیژندل کیږي.

دغه نوی اپلیکیشن کولی شي د نوي ښکته شوي اپلیکیشنونو او همدا راز له وړاندې څخه د کمپنۍ لخوا ښکته شوي پروګرامونو ایکن (Icon) د کاروونکو په خوښه بدله کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د