د سترګو اشارو سره رسامي وکړئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۵مه ۱۳۹۴ل): رسامي یا انځورګري خاص او ځانګړی مهارت ته اړتیا لري خو له مهارت سربیره د رنګونو او برسونو شتون هم اړین وي.

د برتانيي یو اوسیدونکی له رنګ، برس او مهارت پرته رسامي کولو سره ټوله نړۍ حیرانه کړه.

د برتانيي دغه اوسیدونکی چې ګراهم فرینک نومیږي داسې یو سافټ وییر جوړ کړی چې د سترګو اشارو سره په کمپیوټر کې شکل یا تصویر جوړیږي.

برتانوي ګراهم فرینک د دې سافټ وییر په مرسته د رنګ، برس او نورو اړینو توکو پرته رسامي پیل کړې. نوموړی دغه سافټ وییر د ټکنالوژي یوې کمپنۍ په مرسته جوړ کړی دی.

دغه سافټ وییر د سترګو څخه وتونکي انفراریډ شاعګانې منعکس کولو سره د کمپیوټر سکرین ته رسوي چې په مرسته يي د سترګو له حرکت سره د کمپوټر په سکرین رسم یا انځور جوړيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د