نړۍ

نايجيريا: فوځ وايي د بوکو حرام پنځوس تنه غړي يې وژلي دي

نن ټکی آسیا: د نیجیریا د فوځ مشر ویلي چي فوځ د بوکو حرام تنظیم پنځوس تنه غړي تیره ورځ د هیواد په شمال ختیځ سیمه کې وژلي دي.

د رویترز خبري اژانس په قول لومړیو راپورونو کي راغلي وه چي په هغو تازه جګړو کې چي دفوځ او دغه اسلامي تنظیم تر منځ تیره ورځ نښتي وې، په کښي لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي وه.

خو د نایجیریا د فوځ د لوی درستیز په وینا د بوکو حرام پنځوس تنه غړي وژل شوي.

د نومړي په وینا په دغو پيښو کې درې تنه فوځیان هم وژل شوي دي، او اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

بوکو حرام په نایجیریا کې یو اسلامي وسله واله ډله ده، چي په هیواد کې د غربي تعلیم په ضد مبارزه کوي، او د اسلامي شریعت د پلې کیدلو غوښتنه کوي.

دغه ډلي ته د نایجیریا طالبان هم ویل کیږي ځکه چي اکثره غړي يې چي ښځي هم په کښي کي دي، د مکتبونو او مدرسو شاګردان دی چي تعلیم يې پری ایښي او په وسلوال فعالیت يې لاس پوري کړی دی.

د بوکو حرام په ضد د نایجیریا نصراني حکومت په کال ۲۰۰۹ کې پراخ عملیات پیل کړه چي له کبله يې زیات شمېر کسان ددغه تنظیم سره د تړاو په تور ووژل شول، چي ویډیو يې بیا یو کال وروسته الجزیره تلویزون نشر کړه چي ډیره د وحشت او ظلم څخه ډکه وه.

په ویډیو کې د نایجیریا فوځ پر عامو سړکونو خلک په ډلو ډلو وژل.

{youtube}6WeMxm7M_N8{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x