افغانستان

د لښکرګاه په مرکزي زندان کې د بندیانو او پولیسو تر منځ نښته روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۵مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په مرکزي زندان کې د بندیانو او پولیسو تر منځ د نښتې خبر ورکړل شوی دی.

په لښکرګاه کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې د پېښې په اړه کره جزییات لا هم نه دي ورکول شوي، خو یوه بندي ورته د تلیفون پر کرښه ویلي چې پولیس غواړي ځېنې بندیان بګرام ته انتقال کړي او له همدې کبله نښته رامنځته شوې.

د بګرام زندان د تېر حکومت په ډيرو هلو ځلو تر یوه حده بند او زیات بندیان یې څرخي پله ته انتقال شول، خو د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت یو ځل بیا بندیان له څرخي پله زندان څخه بګرام زندان ته انتقال کړل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د راپور له مخې د زندان دننه څخه د خال خال ډزو غږونه هم اوریدل کیږي او ټول بندیان له کوټو څخه بهر راوتي او په ډبرو او خښتو په پولیسو ګوزارونه کوي.

تر دې دمه نه د تلفاتو په اړه خبر ورکړل شوی او نه هم د هلمند ولایت چارواکو د پېښې په تړاو څرګندونې کړي دي.

زموږ همکار وايي چې سیمه د پولیسو او اردو لخوا کلابنده شوې او ښځې چې د بندیانو کتلو ته راغلي دننه زندان ته نه پرېښودل کیږي.
د یادونې وړ ده چې تېر کال د کب د میاشتې په ۱۵مه نېټه د د نېمروز په زندان کې د بندیانو او زندان مسوولینو ته منځ نښته رامنځته شوه چې د ۴ کسانو چې دوه یې د زندان مسوولین او ۲ بندیان وو، په وژنې پای ته ورسېده.همدا راز د کب پر ۱۶مه په شبرغان کې بندیانو تر هغه وروسته د زندان له مسوولینو سره نښته پیل کړه چې د پولیسو لخوا د قران کریم سپکاوی وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x