نړۍ

اوباما په تېروتنه اشرف غني ته د کرزي په نوم خبره وکړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وری ۵، ۱۳۹۴ل): دا به د افغانستان د اوږدې جګړې له امله و او که د امريکايي ولسمشر بارک اوباما د ذهني ستړيا له امله، نوموړي تېره ورځ سپينه ماڼۍ کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته د ولسمشر کرزي په نوم خبره وکړه.

د بارک اوباما ژبه هغه مهال وښويده، چې افغانستان کې يې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو په پلان کې د بدلون په اړه اشرف غني سره ګډ خبري کنفرانس ته وينا کوله.

اوباما ويل، چې د روان تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې وي او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل: «ولسمشر کرزي، چې د افغان وسله والو قواوو مشري به غاړه اخيستي داسې اړيکې مو مخکني ولسمشر سره نه وې».

پرته له دې، چې اوباما د خپلې ژبې ښويیدو ته متوجه شي، خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ او اشرف غني ته يې په کتو زياته کړه، چې موږ تاسې سره د زړه له تله همکاري کوو.

د حامد کرزي په وروستيو کلونو کې د امريکا او ولسمشر کرزي اړيکې ډېرې بې خونده وې او نوموړي پر امريکا ډېرې زياتې نيوکې پيل کړې وې او د دغو نيوکو ډېره برخه د امريکايي عسکرو له لوري د ولسي مرګ ژوبلې په اړه وه.

کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې ويل، چې امريکا غواړي افغان حکومت کمزوری وساتي، چې راتلونکي وخت کې هم امريکا ته اړ وي.

د اوباما له قوله د امريکا او افغانستان تر منځ د اړيکو نوی باب پرانستل شوی او د اشرف غني له پاليسيو او چلنده يې خوښي وښوده.

د ګډ حکومت مشر هم په پنټاګون او نورو ځايونو کې په افغانستان کې د وژل شوو امريکايي عسکرو خدمتونه او قربانۍ وستايلې، له ټولو امريکايانو او ماليه ورکوونکو يې مننه وکړه، چې د امريکايي ولس په هڅو او مرستو افغان حکومت روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
nigga

barak obama did well..!!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x