افغانستان

دايکنډي: کجران ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وری ۵، ۱۳۹۴ل): د دايکنډي ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې د کجران ولسوالۍ ډېره برخه د مخالفينو په لاس کې ده او که مرکزي حکومت عاجله مرسته ونه کړي، نو دغه ولسوالي به د طالبانو پر وړاندې سقوط وکړي.

ځايي خلک هم وايي، چې له تېرو لسو ورځو طالبان پرله پسې توګه بريدونه او چاودنې کوي او تر اوسه يې ګڼو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دايکنډي د ولايتي شورا غړی ابراهيم رحماني وايي، چې په دې وروستيو کې د کجران ولسوالۍ اووه کلي د طالبانو لاس ته لويدلي دي.

ښاغلي رحماني زياته کړه، چې طالبان د کجران ولسوالۍ دوه کيلو ميټرۍ ته رارسېدلي او که مرکزي حکومت ژر تر ژره دايکنډي ته بېړنۍ مرستې او امنيتي ځواکونه را ونه ليږي، نو ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولويږي.

د کجران ولسوالۍ د سقوط خبرې په داسې حال کې کيږي، چې په تېرو لنډو ورځو کې د کجران امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ټپي شو او ساتونکی يې ووژل شو.

د کجران اوسېدونکي وايي، چې له کندهاره دې ولسوالۍ ته راتلونکې لارۍ مخالفينو ګرځولي او نا معلوم ځای ته يې بوولي دي، مګر د کجران ولسوال وايي، چې له غذايي موادو ډکې لس لارۍ په کجران کې ولاړې دي او يوازې پنځه يې ورکې دي.

طالبانو تر اوسه د کجران ولسوالۍ امنيه قوماندان د ټپي کېدو او د غذايي موادو د لاريو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې دايکنډي د افغانستان نسبتا با امنه ولايتونو څخه شمېرل کيږي، مګر کجران او شمېر نورې ولسوالۍ، چې هلمند او روزګان سره سرحد لري په دې وروستيو کې د طالبانو د بريدونو او چاودنو نښه ګرځېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

که دا دوسری او بی کفایته دولت وی نو ډیری ولسوالی به سقوط وکړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x