نړۍ

امریکا د پاکستان څخه د بخښني غوښتل په کلکه رد کړه

نن ټکی آسیا: امریکا په هغه برید چي په تیره میاشت کې د پاکستاني ځواکونو پر یوه مرکز يې کړی وو، او لږ تر لږه يې ۲۴ پاکستاني فوځیان وژلي وه، بخښنه غوښتل رد کړه.

د پنټاګون په راپور کې چي تیره ورځ نشر سو، ویل شوي چي په پيښه کې دواړي خواوي ملامت دي، او یوازي د هغې افسوسناکي پيښي پړه پر امریکا یا ناټو نه سي اچول کیدای.

د راپور له مخي امریکايي ځواکونو خپل په دفاع کې پر دغه مرکز بمبار کړی وو،

ځکه چي ددوی پر هلیکوپترو د ځمکي له خوا ډزي شوي وې.Protesters hold placards with the image of U.S. President Barack Obama and the U.S. Flag during an anti-American and anti-NATO demonstration in Larkana, located in Pakistan's Sindh province December 22, 2011. Hundreds of Jamiat-e-Ulema-e-Islam (JUI) supporters took to the streets on Thursday during the demonstration.

پاکستان د امریکا څخه غواړي چي باید پر دې پيښه بخښنه وغواړي.

پاکستان د امریکا د اکمالاتي کاروانونو خپل لاري تړلي، او هم يې په پاکستان کي د امریکایانو تر ولکې لاندي شمسې هوايي ډګر څخه هغوی ته جواب ورکړی.

د پنټاګون او سپیني ماڼۍ چارواکو د پاکستان سره خپل د ژوري خواشینۍ ذکر وکړ، خو د بخښني د غوښتلو څخه يې په کلکه انکار وکړ.

څیړونکي په دې نظر دي چي د امریکا له خوا د بخښني نه غوښتل شاید د اوباما له خوا خپل د انتخابي مهم د نه متاثره کولو یو هڅه وي.

داسي معلومیږي چي د امریکا له خوا دغه پریکړه به په پاکستان کې د هغوی ملاتړ نور هم را کم کړي، او پاکستاني چارواکو ته به بیله دې چي د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ خپلي لاري تړلو ته دوام ورکړي، بله چاره پاته نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x