ټولنیزه برخه

لومړۍ میرمنې په دوهم واده کې میړه ته سوغاتونه ورکړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وری ۵، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان ابها ښار اوسيدونکی «حمدان الشمراني» هغه مهال هک پک شو، چې د دوهم واده په ورځ يې لومړنۍ ښځه د واده سالون ته له خپلو بچيانو سره راغله او پر ځای د دې، چې لانجې وکړي او خپل خاوند ته سپکې سپورې ووايي، نو سيده ورغله، مېړه ته يې لس زره ريال، ايفون ۶ او د ګران بیه عطرونو شپږ بوتله تحفه ورکړه.

سړي چې دخپلې ښځې دا ډول چلند وليد، نو هک پک پاتې شو، له لومړۍ میرمنې يې د دغې بې سارې قربانۍ مننه وکړه، او واده ته راغليو مېلمنو ته یې وويل، چې ښځې يې په نړۍ يو نوی باب پرانيست او د نړۍ نورې ښځې هم بايد د ده له ښځې عبرت واخلي.

واده سالون کې ځينو ښځو د حمدان لومړنۍ مېرمن ته وويل، چې تا خو بايد د واده سالون په بم الوځولی وای، مګر ته خو دومره خوشاله يې، چې خپګان او اندېښنې هېڅ نښه درباندې نه ښکاري، نو د حمدان لومړنۍ ښځې وويل، که پر کومې ښځې خپل خاوند ګران وي، د هغه د خوښۍ مخنيوی بايد ونه کړي او هېڅوک بايد د خاوند دخوښيو مخه ونه نيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ولا چی د پښتو خبره د وکړه — خوند یی راکړی خو مونږ وهل ونخورو ددی کیسی به ویلو سره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x