
کابل: نننۍ چاودنې ۷ کسان وژلي او ۳۶ نور ټپيان کړي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۵مه ۱۳۹۴ل): دویم تعقیب: د پلازمېنې کابل د دوهمې امنیتي حوزې مخې ته نننۍ چاودنې ۷ کسان وژلي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي وايي چې چاودنه نن شاوخوا ۴:۳۰ بجې د مراداخانۍ په سیمه کې د دوهمې امنیتي حوزي مخې ته وشوه.
هغه ادعا کړې چې چاودنه یوه سرتیري بریدګر د یوې کورلا موټر پر مټ کړې چې له کبله یې ۷ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
خو ازادو سرچېنو دا نه ده تایید کړې چې چاودنه د موټر بم یا د سړک د غاړې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو پر مټ شوې.
د صدیقي له قوله په ټپیانو کې ۳ پولیس، ۴ ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د پېښې پر مهال کوم دولتي موټر تېر شوی نه دی او له همدې کبله د عامو خلکو موټر تخریب شوي دي.
د کابل د روغتونونو رییس عبدالکبیر امیري پژواک خبري اژانس ته د ۷ کسانو د وژنې او ۲۲ نورو د ټپي کېدنې پخلی کړی دی.
هغه ویلي چې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته ۷ جسدونه او ۲۲ ټپیان لېږدول شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه ډيره درنه وه او نېږدې ټولې سیمې یې ولړزولې.
د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم ازادو سرچېنو دا تایید کړې چې چاودنه د موټر بم پر مټ یو سرتیري بریدګر کړې ده.