نړۍ

د ژورنالیستانو نړیواله ټولنه: په ۲۰۱۱ کي ۶۶ ژورنالیستان وژل شوي

رمز يبين استهداف الصحفييننن ټکی آسیا: د بی سرحده ژورنالیستانو ټولني ویلي چي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۶۶ ژورنالیستان د خپل کار پر وخت وژل شوي دي.

چي یوازي ۱۰ يې پاکستان کي وژل شوي، او له همدې وجي پاکستان د دوهم ځل لپاره د ژورنالیستانو لپاره د نړی په سطحه د خطر ډک هیواد بلل شوي دی.

د تنظیم په وینا پاته ۵۶ ژورنالیستان د نړی په مختلفو برخو کې لکه د عربي هیوادونو په پاڅونو کې شل تنه، د لاتیني امریکا د مافیا او مجرمانو په لاس شل تنه ژورنالیستان وژل شوي دي.

په بیان کي راغلي چي په روان کال ۲۰۱۱ کي تر اوسه ۱۰۴۴ تنه ژورنالیستان نیول شوي هم دي، چي دا عدد د تیر کال په پرتله یو په دوه ښودل شوی دی، او ددې وجه هم د عربي هیوادونو پاڅونونه ښودل شوي دي.

د تنظیم په وینا په نړی کي چین، ایران او اریتریا د ژورنالیستانو لپاره غټ زندانونه دي، خو دايي نه دي ویلي چي په دغه هیوادو کې څومره ژورنالیستان زندانیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x