ټولنیزه برخه

لس لنډي کیسه ګۍ

لیکوال: حامد افغان

(1) وېش

د دوو وروڼو په میراث سره دعوه وه قاضي یې د دعوې د حل کولو له پاره وروغوښت، هغه ورته وویل: یو ورور دي د میراث مال په دوو برخو ووېشي او دویم ته دي اختیار ورکړي چې کومه برخه غواړي.

(2) تور لمر

یوه ماشوم د رسم په کتابچه کې لمر رسم کړی و او په تور رنګ یې رنګولی و، استاد یې وپوښته چې لمر مو ولې تور کړی دی؟ تنکي ماشوم په خوږه او عاجزه لهجه ورته وویل: پلار مې سره لمر ته مزدوري کوي چې ګرمي یې ونه شي..

(3) دروغ

له خپلو ګلالیو ماشومانو سره یې لوبي کولې او په کړس کړس یې خندل، موبایل یې لاس کې و فېسبوک ته یې دا پوسټ پورته کړ:
د .. په ماشومانو مې له زړه ویني څاڅي..

(4) كور

محمد بن صالح العثمین ( 1929م/ 2001م) رحمه الله د سعودي مشهور عالم دی، د وخت پاچا خالد بن عبد العزیز یې کورته پوښتني ته ورغی د ده کور ډېر زوړ او بېخونده و، خالد ورته وویل: غواړم نوی کور درته جوړ کړم، ده ورته وویل: زه په صالحیه کې ځان ته کور جوړوم، کورته اړتیا نه لرم، چې پاچا ولاړ شاګردانو یې ورته وویل: تاسو خو کورته اړتیا لرئ او په صالحیه کې تاسو کله کور جوړوئ؟! ده ورته وویل: ولې په صالحیه کې هدیره نه ده؟ .

(5) ګونځي

یوې بوډۍ د خپل ژوند لیک اراده پخه کړه، د زېږیدني او زده کړي په اړه یې څو مخونه تور کړل، د نور ژوند په اړه یې له غور او فکر وروسته د پاته معلوماتو په ځای خپل انځور ولګاوه او لاندي یې ورته ولیکل: د ژوند نوره کیسه مې د مخ ګونځي درته کوي..

(6) غله ته دعا

له مشهور تابعي سعید بن المسیب رحمه الله نه چا زر درهمه غلا کړل نو ده وویل: یا الله که دې پیسو ته یې اړتیا لرله نو ورته برکتي یې کړه، او دا یې وروستۍ ګناه کړه.

(7) تناقض

ونو کرلو ته د خلکو هڅولو له پاره یې لوی او ښایسته اعلان تیار کړ، په اعلان کې یوه ګلالي ماشوم د تکي شنې او ګوري وني تنې ته غېږ ورکړې او موسیږي، خو د اعلان لګولو په مناسب ځای کې یوه ګوره او ښایسته ونه ولاړه وه او هغه یې په بېخ کې ووهله.

(8) د لوڼو پلار

د لوڼو د پلار میرمن حامله شوه، ډاکټر وکتله او ورته کړه یې: د میرمني حمل دي دوه لوڼه دي، میړه ښځي ته وویل چې نوري لوڼه نه غواړي.. او مجبوره یې کړه چې باید حمل لري کړي، کله یې چې لري کړل دواړه غبرګلوني هلکان وو.

(۹) بخت

یو سړی نجومي ته ورغی چې بخت یې ور وښیي، هغه ورته وویل: ته به پوره یو کال سخت غریب وګرځې، ده په وېره او هیښتیا سره پوښتنه وکړه: او کال وروسته؟ نجومي ورته وویل: کال وروسته بې غمه ګرځه ځکه له غریبي سره به عادت شې!.

(10) توبه

له ځان سره یې وویل: سبا به توبه کاږم..، ویده شو خو بیا راويښ نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x