نړۍ

مصر: دلاریون کونکو اوفوځ ترمنځ لا اخ اوډب دوام لري

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۲/۱۸) له تیرو درو ورځو راهیسي مصر کی یو ځل بیا خلګو په هیواد کی دفوځي حکومت په خلاف په مظاهرو لاس پوري کړی دي، ددغي هیواد په پلازمینه تحریرسکوایرکی دعسکرو او لاریونکونکو ترمنځ نښتی هم رامنځ ته شوی دي، چی له امله یی لس نفره وژل شوی او له ۴۰۰ څخه زیات ژوبل شوی دي.

له سیمی څخه دبی بی سي خبریال خبرنشر کړی دی، چي له تحریرسکوایر سره څیرمه دلاریونکونکو او فوځ ترمنځ نښتي رامنځ ته شوی دي مظاهره کونکو دفوځ به وړاندي له ډبرو او کودکو څخه کاراخیستي.

عینی شاهدانو خبرورکړی چی په سیمه کی تیره ورځ دلنډ وخت لپاره سیمه ارامه شوه عسکرو دلاریونکو په وړاندي خنډونه ودرول ترڅو دوزیرانو دشورای دماڼي په لور دلاریون کونکو پرمختګ ډب کړی، که څه هم عسکرو ټوله سیمه بنده کړی ده خوبیا هم لاریونکونکي پرعسکروباندی غلچکي بریدونه کوي، اوبیرته له سیمي څخه کوم محفوظ لوري ته تیښتي.

درویټرز خبري اژانس، خپرورکړی دي چي تیره ورځ وختي، عسکرو تحریر سکوایرباندی دمظاهره کونکو کیمپ تربرید لاندی راوستي، دلاریونکونکو خیمي یی ونړولي، چی وروسته دغه ځای کی راټول شویو کسانو او عسکرو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوه فوځ دمظاهره کونکوپه وړاندي له اوښکی بهونکي ګاز او پلاستیکي مرمیو څخه کارواخیستي، اولاریونکونکو هم په پوره زور سره دحکومت په وړاندي مقاومت وکړ، اوعسکرو باندی یی سختی ډبري واورولي.

خبرزیاتوي چی تراوسه پوری لا ترزرو پوری کسان دښار په مرکزتحریر سکوایر کی راټول شوی دی، او نورو مظاهره کونکو سیمه خوشي کړی خو کله کله دکوڅو او لارو له لوري راښکاره کیږی اوپولیسو باندی غلچکی بریدونه کوی.

داسي ویډیو ګاني هم خپري شوی دي ، چیري چی عسکرښکاري دلاریونکو خیمو ته اورونه اچوي احتجاج کونکو باندی مخامخ ډزي کوي، خو تراوسه پوري ددي پخلي نه ده شوی چی عسکر دلاریونکونکوپه وړاندی ژوندي مرمی استعمالوي اوکه له پلاستیکي مرمیو څخه کاراخلي.صدامات في ميدان التحرير

له اوس څخه لس میاشتی مخکی کله چی مصری اولس دهیواد دپخواني پاشا حسنی مبارک په خلاف په مظاهرو او لاریونو لاس پوری کړی، په زرګونه مصري ځوانان دمصر دمختلفو ښارونو لارو اوکوڅو ته راووتل، خو دلاریونونو اواحتجاج اصل مرکز دهیوادپلازمینه قاهره کی تحریرسکوایر وو،

هغه وخت کی هم دلاریونکو او پولیسو ترمنځ څو ځلي اخ اوډب رامنځ ته شو، چی به سلګونولاریونوکونکوته مرګ ژوبله هم واوښته، چی اخیرکی یی حسنی مبارک دی اړکړ چی له واک څخه لاس په سرشي.

چی له هغه څخه وروسته په هیواد دحکومت چاري فوځ په لاس کی واخیستی، او دهیواد پخوانی پاچایی نظربند او محکمي ته وړاندی کړ کوم چی تراوسه پوري لا دنوموړي محکمه دوام لري.

خو له اولس سره یو ځل بیا شکو نه پیداشویدي چی کیدای شي فوځ هغه څه ونکړي کوم چي دهیواد اولس ددغه هیواد له فوځ څخه هیله لره، او په سلګونو ځوانان بیا دهغو ارزوګانو او امیدونو لپاره قرباني شول.

نو یی ځکه یو ځل بیا په هیواد دفوځی حکومت دختمولو اوپه هیواد کی دیو جمهوري اداري درامنځ کیدو په اړه دفوځ په خلاف په لاریونونو لاس پوري کړی دي.

په تیرو لاریونونو کی اخیرکی فوځ دلاریونکونو ترشا ودرید پولیس به یی نه پریښودل چی دلاریونکونکو مخه ونیسی خوداځلي بیا خپله فوځیان دلاریونونکو په وړاندی له زورزیاتي څخه کاراخلي حتی دمظاهره کونکوپه خلاف یی داسي کړني کړي دی چی په ویلو یی خوله نه پوری کیږي، تیره ورځ دوزیرانو دشورای له دفتر سره څیرمه چی کله خلګ ددغه دفتر ددیوالونه ته راورسیدل غوښتو یی چی دغی ماڼی باندی برید وکړي ددغي وداني له بامونوڅخه فوځیانو لاریونکونکو باندی مخامخ ډزی وکړی، او یوه عسکر بیا له دریم پوړ څخه پرلاندی ولاړو کسانو باندي بولي وکړی، دخلګو په مخ کی یی پتلون کښته کړ، اوپرلاندی خلګو باندی یی بولی راخوشي کړي.

څو ورځی مخکی بیا یوبل نښه ویشتونکو عسکر دلاریونونکو په سترګو کی ډزی وکړي او مخامخ یی لاریونکونکی په سترګو کی په مرمیو وویشتل، چی دارنګه دردناکه بی شرمه او بی رحمه عملونه دپولیسو له لوری دمظاهره کونکوپه وړاندي نه وو رامنځ ته شوی.

سیمي کی دبی بی سی خبریال خبرورکوي چي لاریوکونکي دعسکرو کړنو ډیرپه غصه کړ ی دي ‎ دلاریونونو او مظاهرو پروخت چی کومه حکومتي وداني په مخ ورځي ورته اور اچوي.اشتباكات القاهرة

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x