نړۍ

په امریکا کی دلوږي کچه مخ په لوړیدو ده

(نن ټکي اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۶) یوي امریکایی څیړونکي ډلي خبر ورکړی دی چی تیرکال دامریکي په متحده ایالاتوکی دلوږي کچه په لوړیدو وه او داسي ګمان کیږی چی راتلونکي ۲۰۱۲ کال کی به هم مخ په لوړیدو روانه وي.

په امریکا کی دښاروالانو دټولني له لوری ددغه هیواد په ۲۹ ښارونوکي سروي ترسره شوی ده، څیړونکي ډله وایی ۸۶٪ کي له دغو ښارونوڅخه داسي دي چیري چي دخلګو له لوري دبیړنیو مرستو او کمکونه غوښتنه کیږي یواځي دوه ښارونه تراوسه پوري خپل زاړه حال باند پاته دي.

څیړونکي ډله وایی په دغو ښارونوکي دبیړنیو مرستو دغوښتلو عمده عاملونه دغو ښارونوکی بی کاري، فقر، لوږه دروزمره مزدوري کموالي او دکورنو لوړي بیی او کرایی دي.

سروی کونکي ډله وایی داسي ګمان نه کیږی چی راتلونکي کال کی به دبیړنیو مرستو طلب او غوښتنه کي کموالي راشي، بلکه ددغي ټولني له لوري ۹۳٪ کی داسي اټکل شوی دي چي دبیړنیو مرستو اوکمکونو غوښتنه به زیاته شي. پلټونکي ډلی وایی چی له سروي شوی ولایتونوڅخه کی دبی کوره خلګو شماره ۶٪ ولایتونوکی متوسطه ده، ۴۲٪ په سلو ولایتونوکي ډیره لوړه ده او همدارنګه ۱۶٪ په سلو کی داسي ولایتونه ده چی تراوسه پوري یی په وګړو کی کوم توپیرنه ده راغلي.

سروی کونکي ډله وایی په عین وخت کی په هغه ولایتونوکي چی دلوږي کچه یی متوسطه ده دبی کوره شویو خلګو شمیره یی لوړه ختلي ده چی اوس دغو ښارونوکی دبی کوره اوبی پناه خلګو شمیره ۱۶٪ کی اوچته شوی ده. همدارنګه اټکل شوی ده چی په ۶۴٪ ښارونوکی به دبی کوره خلګو شمیره لوړه شي، او ۵۵٪ښارونوکی بی دشړل شویو اویا کوڅه ګښتو خلګو شمیره زیاته شي.

په تیره میاشت کی دامریکی له لوری په یوه خپاره شوی راپورکی راغلي وو، چي په امریکا کی دغریبانو شمیره ۴۹ ملیونه ته رسیدلي ده، یعنی دامریکي دټول نفوس ۱۶٪ وګړي له مسکنت سره مخ دي، په امریکاکی مسکنت ځپلی خلګ اکثره اسیایی اصله او لاتینی امریکا پوری تړلي خلګ دي، چی ډیری دپاخه عمرخلګ له فقراو غربت څخه سرټکوي.

که څه هم دامریکي حکومتی سرشمیرني پورته شمیره ردکړی ده دغه اداره وایی چي په ۲۰۱۰ کال کي په امریکا کی دمسکینانو شمیره ۴۶.۲ ملیونه وه، خو ازادي سرچیني بیا دغه شمیره له حکومت سره نه مني، ازادی اداري چا چی دلته دخلګو دلوږي په اړه څیړني کړی وایی په امریکا کی په کال ۲۰۱۰ کی ۴۹ ملیونه خلګ له لوږه سره مخ وو، چي دامریکي دټول نفوس ۱۶٪ برخه تشکیلوي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x