افغانستان

پښتونخوا: پاکستان د افغان کډوالو پر مخ د کوهاټ تونل لویه لاره تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري۵مه ۱۳۹۴ل): د پښتونخوا حکومت یو ځل بیا د کوهاټ مشهور تونل چې هره ورځ پرې زرګونه کسان تیریږي او پېښور د کوهاټ په شمول له نورو سیمو سره نښلوي د افغان کډوالو پر مخ تړلی دی.

په کوهاټ کې افغان کډوال مشفق حریتمل نن ټکي اسیا ته د تلېفون پر کرښه وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د تېرو ۱۵ ورځو راهیسې دغو تونل له کوم لامل پرته د افغان کډوالو پر مخ تړلی دی.

هغه وايي چې دغه تونل کوهاټ د پېښور په شمول د پښتونخوا له نورو ډيرو سیمو سره تړي او د افغان کډوالو پر مخ تړل کېدو یې خلکو ته خورا ډيرې ستونزې پیدا کړي دي.

حریتمل په وینا هېڅ افغان کډوال ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کوهاټ تونل د لارې چې هم نېږدې ده او هم یې امنیت ښه دی، سفر وکړي.

« هيڅ افغان کډوال ته اجازه نه ورکول کيږي چې له دې لارې سفر وکړي. د تونل بندیدو له امله افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.»

دغه افغان کډوال وايي چې ددغې لارې په سر د سپينې تاڼې په سيمه کې هر موټر کتل کيږي او افغان کډوال مسافر له همدغه ځايه له موټر ښکته کول کیږي او بېرته پېښور ته استول کيږي.

په عین حال کې یو بل کوهاټ مېشتي افغان کډوال عارف خان نن ټکي اسیا ته د تونل د بندیدو او له کبله یې د راپيدا شوو ستونزو په اړه وویل چې د کوهاټ چارواکي افغان کډوالو ته د تونل د بندولو مسوولین امنیتي ځواکونه او امنیتي ځواکونه یې بیا پړه پر چارواکو اچوي.

هغه وايي «پوځيان راته وايي چې له بره [چارواکو له خوا] امر شوی دی، کله چې د کوهاټ چارواکو ته مهاجرین ورغلل هغوی ورته ویل چې دې کې موږ واک نه لرو، لاره پوځيانو بنده کړې ده».

نوموړي زیاته کړه چې د لارې بندېدو په پیل کې يو افغان کډوال ماشوم هم د سختې ناروغتيا او انتظار له امله ساه ورکړه خو سربېره پر دې دغه ماشوم مور او پلار ته چې مړی هم ورسره و، اجازه ورنکړل شوه چې د تونل د لارې تير شي.

عارف خان د نن ټکی اسیا د دې پوښتنې په ځواب کې چې پېښور ته د تګ بله کوم متبادله لاره نشته وویل چې «د نظام پور لاره شته دی، هغه هم تړل شوې، هم پرې پولیس بډې اخلي، هم يې امنیت خراب دی او هم د یوه ساعت لاره په ۷ ساعتونو کې وهل کیږي».

تر دې وړاندې هم څو ځل د پاکستان امنیتي ځواکونو دا لاره د افغان مهاجرینو پر مخ تړلې وه.

دغو افغان کډوالو په پاکستان کې له افغان سفارت، افغان کونسلګرۍ او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو له ادارې څخه غوښتنه درلودله چې د دوی د ستونزو د حل له پاره لاس په کار شي.

د افغان کډوالو د ځورونې لړۍ هغه وخت پيل شوه چې تېر کال د دسمبر په ۱۶ نېټه په پېښور کې په يوه پوځي مکتب پاکستاني طالبانو برید وکړ.

که څه هم په دغه برید کې افغانانو هېڅ لاس نه درلود خو پاکستان د افغان کډوالو په نیولو، ځورولو او اجباري ویستلو پیل وکړ.

په پاکستان کې دا وخت یونیم میلیون افغان کډوال له قانوني اسنادو سره اوسيږی او د پاکستاني چارواکو له قوله همدومره نور یې غیرقانوني اوسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کډوالو وزیر سیدحسین عالمي بلخي د خپل سیال پاکستاني وزیر او ملګرو ملتونو سره په دې موافقه وکړله چې هېڅ افغان کډوال به نور نه ځوروي خو د دې سربېره د نیولو او ځورولو لړۍ لا هم دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x