افغانستان

«د عطا محمد نور په ملاتړ لاسلیکونه په زور اخېستل شوي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۵مه ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازې ګلالۍ نور ساپۍ وايي چې د بشري حقوقو د نقض د راپور په غبرګون کې د عطا نور په ملاتړ له خلکو په زور لاسلیکونه اخېستل شوي دي.

ګلالۍ نور پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د بلخ ولایت د یو شمېر ولسوالیو خلکو ورسره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې ځېنې نامسووله کسان د دوی کورونو ته ورغلي، پاڼې يې ورکړي او لاسلیکونه یې ترې اخېستي.

هغې زیاته کړې چې خلک ډير ویریدلي وو او له دې یې پوښتنې کولې چې دغه کار ګټه لري که تاوان. ګلالۍ ادعا کړې چې د عطانور د ملاتړ په موخه لاسلیکونه په زور اخېستل شوي دي.

د ولسي جرګې دغې وکیلي زیاته کړې چې د چارکنت، چمتال، کشنده او چهاربولک د سیمې خلکو ورسره د عطانور د ملاتړ په موخه د لاسلیکونو اخېستلو پروسې په اړه اړیکې نیولي او ورته یې ویلي چې د دوی له خوښې پرته ترې لاسلیکونه اخېستل شوي دي.

مېرمن ګلالۍ وویل چې د چارکنت ولسوالۍ یو تن ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې د عطانور د ملاتړ په پاڼو کې د ده شپږ کلنو، اته کلنو او لس کلنو بچیانو لاسلیکونه هم اخېستل شوي دي.

د بلخ والي عطا نور تر هغه وروسته په بلخ کې د خلکو د لاسلیکونو اخېستلو لاس پورې کړ چې بشري حقونو د څار ادارې نوموړی او ۸ نور د بشري حقونو ناقضین وګڼل.

د بشري حقونو د څار ادارې په یوه تازه خپور شوي راپور کې د بلخ والي عطا محمد نور، په روزګان کې د اربکیانو قومندان عبدالحکیم شجاعي، په پکتیکا کې د اربکیانو قومندان عزیزالله کاروان، د تخار د ملي امنیت پخوانی رییس جنرال نجیب الله، د تخار پخوانی امنیه قومندان خیرمحمد تیمور، په کندوز کې د جمعیت قومندان میرعلم، د ملي امنیت پخوانی رییس اسداله خالد او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د بشري حقونو ناقضین وګڼل.

یاد سازمان د ګډحکومته غوښتي وو چې دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د ولسي جرګې وکیلې ګلالۍ ددغې راپور په غبرګون کې ویلي چې عبدالحکیم شجاعي په روزګان کې ۱۲۰ بې‌ګناه ملکي وګړي وژلي او که دغه راپور د یوه کس په اړه دقیق وي نو د نورو په اړه هم دقیق دی.

هغې زیاته کړې چې په يادو اتو کسانو کې د ځمکو غاصبين، د شخصي زندانونو لرونکي کسان، په قاچاق کې ښکېل کسان شته دي او په افغانستان کې دغه ډول کسان زيات دي. «نه پوهېږم ولې يواځې د اتو کسانو نوم اخيستل شوی دی».

تر دې دمه ګډحکومت د بشري حقونو دغه ناقضین نه محاکمه کړي او نه یې هم له دندو ګوښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x