نړۍ

فلسطین: نویو ابادشویویهودانو په ۲۴ ساعته کی ۲ مسجدونوته اورورته کړ

مسجد النور الذي أحرقه المستوطنون اليوم الخميس(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۵) په فلسطین کي نویو ابادشویو یهودانو تیره شپه ناوخته یوه مسجد ته ور ورته کړ، راپورکی راغلي چی یهودي ابادکارانو دغه مسجد درام الله په ختیځ  برق کلي کی سوځولی دي، له سیمی څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دي چی له تیرو ۲۴ ساعتونو راپدی خوا په فلسطین کي دیهودي ابادکارانو له لوري دغه دوهم مسجد دی چي سوځول کیږي.

همدارنګه دجهارشنبي په شپه باندی ناوخته په فلسطینی خاوره کی ځاي پرځای شویو یهودانو په لویدیځ بیت المقدس کي ډير اوږد تاریخ لرونکي او مشهور مسجد (مسجد عکاشه هم سوځولی وو.مسجد عكاشة التاريخي الذي أحرقه مستوطنون في القدس أمس

دالجزیره نیټ انټرنیټی شبکی خبرنشر کړی دی چي دیهودانو له لوری دسوځول شوی مسجد (مسجدالنور امام ددوی وخبریال ته ویلی چی دمسجد شااوخوا اوسیدونکو یهودانو تیره شپه ناوخته مسجدنورباندی برید وکړ او دمسجدو مختلفو برخو ته یی اور ورته کړ،نوموړی زیاته کړه کله چی زه دسهارلمانځه لپاره مسجد ته ورسیدم ومی لیدل چی له مسجد څخه دخلکو شورماشور او دودونه راپورته کیږي.

دمسجد امام عادل معطان وویل کوښښ می وکړی چی اور مړ کړم خو داچي اور دمسجد غولي ټول په لمه کی پټ کړی وو او لمبي یی دمسجد دوهم پوړ ته هم پورته شوی وي ومي نشو کړای چی لګیدلي اورله منځه یوسم.

عادل معطان وایی یواځي دا نه چي یهودانو مسجد ته اور ورته کړی وو بلکه له اور څخه وروسته یی دمسجد پر دیوالونو واسلام اوعربوته سپکی سپوری هم لکیدلي وي.

نوموړی زیاته کړه له څو ورځو څخه یی دسیمي دیهودانو له لوري  داسي اوازی اوګنګوسي ترغوږ کیدلي چی یهودانو اراده کړی ده چی مسجد باندی برید وکړي او ورته اور واچوي.مسجد النور الذي أحرقه المستوطنون اليوم الخميس

عادل معطان زیاته کړه څو ورځو مخکی اسراییلي عسکرو هم خبرداری ورکړی وو، چي دغه مسجد به له منځه وړي، تیره اوني  چی کله فلسطینی ځوانانو دکورونو او دزیتون دباغونو دورانولو په بدل کی داسراییلي عسکرو بیلډوزر او یو ټانک وسوځول وروسته اسراییلي عسکرو هوډ کړی وو، چی مسجدالنوربه ورانوي.

یوي اسرایلي اونیزي (يديعوت أحرونوت الإسرائيلية ) راپور خپورکړی دي وایی له هغه څخه لږ  کړی وروسته چي یهودانو لویدیځ بیت المقدس ته څیرمه دعکاشه په نامه سره تاریخي مسجدته اور واچاوه سمدستی یی په ختیځ بیت المقدس کی  دمسجد النور په سوځولو لاس پوری کړ.

برید کونکو دمسجدونو له سوځلو څخه وروسته دسوځول شویومسجدونو پردیوالونو دعربو او اسلام په خلاف شعارونه اوسپکي سپوری لیکلي دی.

بخت الرحمت بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x