نړۍ

طالبانو سره پخوانی امریکايي جنګي اسیر «بوبرګډال» محاکمه کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۶مه ۱۳۹۴ل): هغه امریکايي عسکر چې تېر کال له ګوانتنامو زندان څخه د پنځو طالب مشرانو د ازادیدو په بدل کې د طالبانو له بنده خوشې شو، محاکمې ته وړاندې کیږي.

امریکايي پوځ اعلان کړی چې «بو برګډال» په دې تور، چې له ورسپارل شوې دندې او یا پوځي ماموریت څخه تښتیدلی، خپل او د نورو امریکايي عسکرو ژوند یې په خطر کې اچولی، محاکمه کیږي.

د «بو برګډال» مدافع وکیل د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې په موکل یې یاد تورونه لګیدلي دي.

د امریکا پوځ وايي که نوموړی مجرم ثابت شي، د عمري بند په سزا محکومیدای شي. خو د پنټاګون یو لوړ پوړی چارواکی اټکل کوي چې د مجرم ثابتیدو په صورت کې ښايي برګډال په اعدام محکوم شي.

ویل کیږي چې د برګډال دوسیه به په لنډ وخت کې ابتدايي محکمې ته راجع شي تر څو معلومه کړي چې ایا نوموړی پوځي محکمې ته واستوي او که د محاکمې چارې يې ملکي محکمه په غاړه واخلي.

که څه هم له پوځي ماموریت څخه د بو برګډال د تیښتې په اړه څرګند شواهد موجود نه دي، خو الشرق الاوسط ورځپاڼې د پنټاګون د ځینو چارواکو له قوله د نوم نه ښودلو په شرط لیکلي چې بوبرګډال د امریکايي اډې له امنیتي دایرې څخه بهر وتلی وه، او که وغوښتل شي نو له پوځي اډې څخه لرې کیدل یې په تیښتې تعبیریدای شي.

پخپله بوبرګډال له خلاصون وروسته تراوسه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.

ډلګی مشر «بو برګډال» په ۲۰۰۹ کال طالبانو په پکتیکا ولایت کې په داسې حال کې ونیوه، چې له پوځي اډې بهر وتلی وه او تکي تنها ګرځید.

امریکايي ځواکونو د نوموړي د موندلو په موخه په پکتیکا، پکتیکا او د غزني په اندړو او ګېرو ولسوالۍ کې پراخ عملیات ترسره کړل، خو نوموړی په لاس ورنغی.

نوموړی له پنځه کلن بند وروسته تېر کال طالبانو له ګوانتنامو زندان څخه د پنځو طالب مشرانو د ازادولو په بدل کې ازاد او د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې امریکایانو ته لاس په لاس تسلیم کړ. له امریکایانو سره د نوموړي د تبادلې پر سر مذاکرات په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو پرمخ یووړل.

د تیر کال په جولای میاشت کې د امریکا دفاع وزارت ویلي وه چې بو برګډال د تکساس ایالت په یوې پوځي اډه کې په کار بیرته پیل کړی دی. خو ځینو سرچینو هماغه مهال دغه څرګندونې د عامه ذهنیت د اړولو په موخه د امریکايي چارواکو تبلیغاتي هڅه ګڼلې وه.

د بوبرګډال د تبادلې نه وروسته د امریکا په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکو په اوباما نیوکې وکړې چې د موضوع په اړه یې کانګرس په جریان کې نه وه اچولی او همدارنګه یې د اوباما حکومت له «ترهګرو» سره د خبرو په کولو، د امریکا له قانون څخه سرغړونکی وباله.

وړاندې د فوکس نیوز په حواله داسې راپورونه خپاره شوي وه چې بوبرګډال د بند پر مهال د اسلام دین قبول کړی او طالبانو ته یې نظامي روزنه ورکوله.

ځینو سرچینو په ډاګه کړې چې له بو برګډال څخه تحقیق کوونکې کمیټې داسې شواهد هم تر لاسه کړي چې نوموړي طالبانو ته د امریکا د پوځ په اړه مهم معلومات ورکړي. دغه سرچینې وايي که په بوبرګډال دغه تور ثابت شي، د «خیانت» په جرم د اعدام له جزا سره مخامخ کیږي.

بو برګډال له طالبانو سره د بند په موده کې وخت نا وخت د طالبانو په ویډیويي نشراتو کې راڅرګندید او په داسې حال کې چې د طالبانو د ښه چلند ستاینه یې کوله، د امریکا حکومت په منفي پالیسیو یې سختې نیوکې کولې.

نوموړي له طالبانو سره په بند کې څو ځلې په ويديويي او لیکلو پیغامونو کې ویلي وه، چې دی پخپل امریکایتوب شرمېږي. هغه له خپلو ملګرو غوښتي وه چې د څو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره دي ځانونه نه قربانوي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر امریکايي ګډون کوونکو د بو برګډال د محاکمې هر کلی کړی او نوموړی یې «خاین» او «د طالبانو جاسوس» بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x