نړۍ

دفلسطینی ډبرو ویشتونکو ماشامانو وژل جواز لري( یهودي عالمان)

alt(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۱۴) دجارالسلام پوسټ په نامه سره اسراییلي ورځپاڼی خبرخپورکړی دي، وایی اسراییلي یهودي مشرانو داسراییلو له نوموړي وزیر او دفوځ له لوی درستیز څخه غوښتنه کړی ده چی ځواکونو او اسراییلي فولیسو ته اجازه وکړي چی پرهغو اسراییلو ځوانانو اوهلکانو باندی مخامخ ډزي وکړي او ویی وژنی کوم چی دلاریونونو او مظاهرو پروخت پراسراییلي عسکرو دډبرو وارونه کوي.

دغو حاخاماتو له اسراییلي لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او داسراییلو ددفاع له وزیر څخه غوښتی چی په لویدیڅه تړانګه اودفلسطین په نورو سیمو کی له فلسطینیانو سره داخ اوډپ پروخت خپل چلند اوعکس العمل کی بدلون راولي او عسکروته اجازه وکړي چی ډبره ویشتونکو فلسطیني ماشومانو باندی مخامخ ډزي وکړي، او ویی وژني.

هغه اسراییلي یهودي مذهبه عالمان چی داسراییلو ولومړي وزیر اوددفاع وزیر ته یی لیک استولی دي نومونه یی په لاندی ډول دی.

۱: دوف لیور ۲: الیاخیم لیفانین، او الیعازر رابونوفیبش دغو درو سره یهودی عالمانو واسراییلو عسکروته په خپل پیغام کي ویلي چی اسراییلي عسکر کولای شي په ډیرجراءت سره پرفلسطیني ډبرو ویشتونکو باندی مخامخ ډزي وکړي، او ویی وژنی، نوموړي وایی تاسي حق لری چی دځان دفاع وکړي هغه که به هرصورت وی یعنی کولای شي دډبرو دبرید جواب په ډزو سره ورکړي او ویی وژنی.

دغو حاخاماتو اسراییلو عسکرو ته ویلي پرډبرو ویشتونکو فلسطیني ماشامانو باندي دډزو کولواو وژلو  پروخت هیڅ ډول ویره او اندیښنه مه کوي هیڅ قانون نشی کولای چی تاسو دځانونو ددفاع په مقابل کی ترلاس ونیسي او یادرڅخه هغه ټوپک واخلي دکوم په واسطه چی مو فلسطینی ډبري ویشتونکي وژلی وي.

همدارنګه دغو یهودی عالمانو له اسراییلي لومړي وزیر او ددفاع له وزیر څخه غوښتي چي دپولیسو هغو ډلو ته کوم چي په فلسطین کی دیهودي ابادکارانو ساتنه کوي دفلسطنیانو په مقابل کی دورته عکس العمل اجازه وکړي.

دغه هیودي عالمان وایی دیهودی قانون  له لمخي یهودان کولای شی دتیري کونکو په وړاندي دځان دفاع وکړي هغه که په هرډول او هیره وسیله سره وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x