نړۍ

سعودي عربستان يمن کې د حوثي ايران پلوو ملېشو پر ضد عمليات پيل کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وری ۶، ۱۳۹۴ل): سعودي عربستان د يمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي په غوښتنه دغه هېواد کې د ايران پلوو شيعه ملېشو پر ضد درانه نظامي عمليات پيل کړي دي.

متحده ايالتونو کې د سعود عربستان سفير عادل الجبير وايي، چې د سعودي عربستان په ګډون لسو هېوادونو يمن کې د حوثي کودتاچيانو پر ضد نظامي عمليات پيل کړي، چې د يمن پلازمېنه صنعا او ګڼو نورو سيمو کې یې د حوثي ملېشو پر مرکزونو هوايي بريدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او د صنعا هوايي ډګر کې يې څلور الوتکې ويجاړې کړي دي.

عادل الجبير وايي، چې سعودي عربستان دا بريدونه د امريکا په مشوره پيل کړي، مګر دا يې ونه ويل، چې دې بريدونو کې نور کوم هېوادونه برخه لري.

د ښاغلي جبير په وينا د سعودي عربستان له لوري دا بريدونه د يمن د قانوني حکومت د ژغورنې په موخه پيل شوي دي.

امريکا لپاره د سعودي عربستان سفير عادل الجبير
امريکا لپاره د سعودي عربستان سفير عادل الجبير

عادل الجبير واشنګټن کې رسنيو ته وويل، چې د ولسمشر هادي په غوښتنه خليجي هېوادونو د يمني ولس او قانوني حکومت د ژغورنې په موخه د ګرينويج پر وخت د شپې يوولس بجې دا عملیات پيل کړي دي

څو ورځې وړاندې د يمن نسکور شوي ولسمشر منصور هادي د ملګرو ملتونو له امنيت شورا غوښتي و، چې خليجي هېوادونو ته د حوثيانو ضد عملياتو اجازه ورکړي.

تېره دوشنبه د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل ويلي و، که د خبرو اترو له لارې د يمن ستونزه حل نه شوه، نو د حوثي کودتاچي ملېشو پر ضد بايد نظامي عمليات پيل شي.

څه موده وړاندې رويټرز برتانوي خبري اژانس خبر ورکړی و، چې سعودي عربستان يمن سره په خپل سرحد د خپلو عسکرو شمېر زيات کړی دی.

سعودي عربستان دا بريدونه په داسې حال کې پيل کړي، چې د قانوني ولسمشر عبد ربه منصور هادي حکومت له نسکورولو وروسته حوثي ملېشو په صنعا سربېره د يمن نورو سيمو کې پرمختګ پيل کړی او اوس د عدن ښار د نيولو لپاره سخته خونړۍ جګړه روانه ده.

راپورونه وايي، چې د عدن ښار په لرو پرتو سيمو کې د ولسمشر د پلويانو او حوثي ملېشو تر منځ سختې خونړۍ نښتې روانې دي او حوثي ملېشو د عدن د هوايي ډګر د نيولو ادعا هم کړې ده.

داسې راپورونه هم راغلي، چې ولسمشر هادي له هېواده تښتېدلی، مګر د نوموړي پلويان دا خبره ردوي او وايي، چې ولسمشر د عدن په يوه خوندي سيمه کې دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ له غرمې وړاندې ولسمشر هادي سره په اړيکه وو، مګر اوس دوی ته هم معلومات نه شته، چې نوموړی په کومه سيمه کې دی.

د حوثيانو له لوري پر ولسمشر هادي له کودتا وروسته نوموړی له صنعا عدن ته وتښتېده او له هغه ځايه يې د خپل دولت د ژغورنې هڅه کوله، مګر حوثيانو يې د نيولو لپاره عمليات پيل کړي او د نوموړي د نيولو لپاره يې يو لک ډالر انعام ټاکلی دی.

عربي رسنۍ وايي، چې حوثي ملېشو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وسله والو د ولسمشر هادي د پلويانو پر ضد سخت عمليات پيل کړي دي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې حوثي ملېشې تعز سيمې ته هم داخل شوي او له دفاعي پلوه دا ښار ډېر مهم دی؛ ځکه چې تعز بحيره قلزم او عدن خليج سره يو ځای کوي او د تېلو د سوداګرۍ يوه مهم مرکز او لار بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x