نړۍ

لیبیا: دملي انتقالی شورای او اسراییلو ترمنځ په طرابلس کی دسفارت دپرانستلو پرسر خبري رواني دي

alt(نن ټکي اسیا دسمبر۲۰۱۱/۱۱) یوي اسراییلي هارټس نومي ورځپاڼه داسراییلو او دلیبیا دملي انتقالی شورای ترمنځ په طرابلس کی داسراییلو دسفارت دپرانستلو په سر له پټو خبرو اترو څخه پرده پورته کړی ده.

ورځپاڼی لیکلي چی په دی وروستیو کی په طرابلس کی داسراییلي چارواکو او دلیبیا دملي انتقالي شورای دمسؤلینو ترمنځ په طرابلس کی داسراییلو دسفارت دپرانیستلو په اړه پټي خبري او مشوری روانی دي.

ورځپاڼه کی راغلی دي چی ډیرژر به هغه اسراییلی چارواکي کوم چی په لیبیا کی داسراییلو  دسفارت لپاره ټاکل شوی دی طرابلس ته سفر وکړي.

په یوه بل راپور کی راغلي چی هغه بی ځایه شوی یهودیان  کو چی تراوسه پوري په لیبیا کي دبی ځایه شویو کورنیو په توګه اوسیدل، ژر به ددغو کورنیو څو تنه استاځی طرابلس ته ورسیږي ترڅو پوری دلیبیا له حکومت څخه ددغه هیواد پاسپورټونه ترلاسه کړي، اووکولای شي دغه هیواد کی په دایمي توګه سره داوسیدني حق حاصل کړي.

ویل کیږی دلیبیا حکومت غواړی ددغو یهودانو لپاره په طرابلس کی د( لیبیا دیهودانو دټولنی) ترنامه لاندی یوه اداره خلاصه کړی ترڅو دغه خلګ وکولی شي ددغه اداري یا دفتر له لوری خپل مشکلات ترچارواکو پوری ورسوی.

پورته خبرونه له هغه څخه وروسته راښکاره شوو کله چی په دی وروستیو کی دلیبیا دملي انتقالی شورای مرستیال احمد شعبانی له رسنیو سره دخبرو پرمهال له اسراییلو سره دخپل هیواد اړیکی مهمی وبللي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x