د نن سرلیکنه

ولي د بهرنیو ځواکونو پر پاتي کیدو ټینګار؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: ولسمشر اشرف غني واشنګټن ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د امریګا له متحده ایالاتو وغوښتل چې هغوی دې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پرشاکول وځنډوي.

په تیر سپتمبر کې د جان کیري په منځګړیتوب د ګډ حکومت تر جوړیدو وروسته دا دوهمه پریکړه ده چې د ولسمشر غني او امریکایانو لخوا د افغان ولس د غوښتنو پرخلاف تر سره کیږي.

د ګډ حکومت لومړنۍ پریکړه له امریکایانو سره هغه په اصطلاح امنیتي تړون و چې د واشنګټن د دفاعي چارواکو لخوا تر تیب او پر ولس مشر اشرف غني لاسلیک کړل شو .

د یاد تړون له لاسلکیدو سره سم چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په پلمه تر سره شو په کابل او د هیواد په ټولو ولایتونو کې نا آرامیو او جګړو زور واخیست ، د پخواني حکومت لخوا د شپي ځنډول شوي عملیات بیرته پیل او د جګړې د لازیاتیدلو په غرض د هیواد په شمال کې د مرګ ډلې په شمول د مختلفو ډلو ټپلو د راپیدا کیدو رپوټونه ورکړل شول.

د دوهمې پریکړې تر اعلان وروسته هم د کابل په مرکز ولسمشریزې ماڼې او دفاع وزارت ته څیرمه زوروره چاودنه رامنځته شوه چې له امله يي په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.

د کابل پرونۍ چاودنه د امریکا او ګډ حکومت وروستۍ پریکړې ته دا ښکاره پیغام لري چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون په هیڅ ډول د سولې له ټینګښت سره مرسته نشي کولای.

د ولسمشر غني لخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتي کیدولو ټینګار دا خبره جوتوي چې نوموړی د افغانانو د داخلي مصالحو په نسبت امریکايي مصالحو ته ډیره ترجیح ورکوي ؛ ځکه د شنونکو په باور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتي کیدل اصلي غوښتنه د امریکایانو ده خو یواځې عملي کیدل یې د اشرف غني په خولې تر سره شول.

همدا راز په امنیتي تړون کې محوري ټکی د امریکایانو مصالح دي چې په افغانستان کې یې د دائمي اډو د پاتي کیدو له لارې تر لاسه کول غواړي.

اوس چې د ګډ حکومت له جوړیدو څخه تر شپږو میاشتو زیات وخت تیر شوی په داخلي مسؤلیتونو کې یې نه کابینه پوره شوې ، نه يي والیان تعین شوي او نه يي هم په خارج کې ديپلوماتیکو نمایندګیو ته استازي ټاکلي ، خو د امریکایانو دوې اساسي غوښتنې یې تر خپلو ټولو داخلي فعالیتونو مخکې ترمخکي عملي کړي .

دا چې افغانستان د افغانانو کور دی نو باید د حکومت پریکړې او غوښتنې یې هم د افغانانو لپاره او د هغوي له مصالحو سره سمې په پام کې ونیول شي .

که ریښتیا هم ګډ حکومت د افغانانو په انتخاب منځته راغلی وي نو د هغه د امنیت ساتلو لپاره دې هم افغان ولس ته مراجعه وکړای شي نه امریکايي او نورو خارجي ځواکونو ته.

ځکه په تیرو ۱۳ کلونو کې چې ۱۵۰۰۰۰ خارجي ځواکونو د افغانستان امنیت تأمین نکړای شو اوس به یې ۹۸۰۰ مورال بایللي امریکايي پوځیان څرنګه تامین کړای شي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

زه وایمه دا کومی پوفی او پټاقی چی اشرف غنی ددله ګانو په کانگرس کی دله ګانو ته وویشتلی دا نجیب هم خپلو مارکسیستی بادارانو ته ویشتلی وی ولی مومنو افغانانو یی د الله په مرسته ټولی پوفی او پټاقی غلطی ثابتی کړی او دنجیب حکومت یی خپله د نجیب د پلویانو په مرسته راوپرځاوه دا واری به هم انشاالله عین پیښه تکرار شی تاسی یی یاد ساتی مونږ به مړه یو یا ژوندی

انصار

یره سیاف به هم ارمان کړی وی که دا چوکی ما ګټلی وای نو اوس به زما هم داسی تود هر کلی شوی وای لکه د اشرف چه وشو په امریکایی کانګریس که، چه همدا اوس د استاد څخه یوه چا پوشتنه کړی وای که چیری د یوه مسلمان څخه کفار په دومره اندازه خوښ وی لکه د امریکا کانګریس چه ترینه درضایت ااظهار وکړ نو د هغه مسلمان حکم به څه وی؟ چه د سیاف څواب او حکم به څه وو؟ خو زه د استاد سیاف په حال افسوس کوم چه نه یی امریکا راضی کړه، نه د هیواد… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x