افغانستان

غزني:‌ د یوې کورنۍ ۸ تنو ماشومانو او مېرمنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په غزني کې د دولتي ځواکونو له لوري د پیل شويو عملیاتو په لړ کې د ده یک ولسوالي په یوه کورنۍ کې د هوان د لګېدو له امله ۸ تنه ماشومانو او مېرمنو ته مرګ ـ ژوبله اوښې ده.

د سیمې خلک وايي چې د ملي اردو عسکرو علي کلا ته څېرمه هوان پیر کړ او په همدې کلي کې يې څلور ماشومان شهیدان، څلور مېرمنې او دوه ماشومان ټپیان کړل.

د ده یک ولسوالي د علي کلا یو تن اوسېدونکی وايي چې دوی له رسنیو نه پرلپسې وغوښتل چې د دوی غږ تر نړۍ ورسوي، خو چا يې غږ وانه ورید.

د علي کلا په کلي کې د علي محمد په نامه دغه کورنۍ وايي چې دوی خپل ټپیان د غزني ملکي روغتون ته رسولي دي، خو له دولته يې وغوښتل چې د ملکي تلفاتو مخه دې ونیسي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د غزني ښار ته څېرمه د پولیسو د هاوان په پیر کې د قاضي کلا پنځه ماشومان د لوبې په مهال شهیدان او نږدې لس نور ټپیان شول.

یاده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره د افغان عسکرو له لوري ملکي تلفات ډېر شوي او د عسکرو له لوري په ډېرو پېښو کې عام وګړي په نښه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

انالله واناالیه راجعون یا الله ته نور ظالمان په خپله سزا ورسوی او د ظالمانو لاسونه نور له دی ملک نه لنډ کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x