افغانستان

«لوګر او غزني کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو په نوم خلک لوټي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۶مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر د څرخ او د غزني د اندړو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمو کې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو له لوري د پیل شویو عملیاتو له امله تر ټولو ډېر زیان ولسي وګړو ته رسېږي، چې دولت يې باید مخه ونیسي.

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له تېرو نږدو اتو ورځو راهیسې د دوی په سیمه کې د عسکرو له لوري عملیات پیل شوي دي، چې د عامو خلکو کورونه پکې لوټي او بې جرمه کسان زندانونو ته لېږي.

د څرخ اوسېدونکي حاجي سید سمیع الله وايي چې دوی څو ځلې د لوګر سیمه ییزو چارواکو ته هم شکایت کړی دی، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی، د دوی په خبره امنیتي ځواکونه عام وګړي له طالبانو سره د همکاري په تور ځوروي او له ځینو کورونو خو يې د پلټنې په پلمه پیسې او د کور سامانونه وړي دي.

په ورته توګه د غزني د اندړو او ده یک ولسوالي خلک هم د دوی په سیمو کې د پیل شويو عملیاتو له امله شکایت کوي او وايي چې افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د مقابلې پر ځای ولسي وګړي په بېلابېلو پلمو تنګوي، ځوروي او ډبوي.

د غزني د اندړو ولسوالي اوسېدونکی د تلیفون په کرښه زموږ ځايي خبريال ته وویل چې داسې ورځ به نه وي چې یو دوه تنه عام وګړي د عسکرو له لوري نه وژل کېږي یا هم ډبول کېږي.

د دوی په خبره ملي اردو او پولیسو د ځايي اربکیانو په ګډون عملیات پیل کړي او اربکیان د شخصي دښمنیو له امله هغه خلک دولت ته د طالب یا د طالب د همکار په تور ورښيي چې د دوی ورسره شخصي ستونزه وي.

د اندړو ولسوالي د لېوانو په کلي کې تېر مازیګر یو تن سپین ږيری او د تېرجهاد قومندان ۷۰ کلن محمد ولي هم د ملي اردو د عسکرو له لوري د طالب قومندان په نوم ووژل شو.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې محمدولي په غبرګو پښو معیوب و او «له کوره تر مسجده پرته يې بل کار نه و»، خو د اردو عسکرو تېر ماخستن له کوره ویوست او ځای پر ځای وواژه.

د غزني د ده یک ولسوالي اوسېدونکي هم ورته ستونزې بیانوي او وايي چې ډېری پولیسو او اربکیانو د دوی له کورونو ان ښځینه ګېڼې هم وړې دي، چې خلک يې له وېرې پوښتنه یا شکایت هم نشي کولای.

د ده یک ولسوالي د علي کلا اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ هم د ملي اردو له لوري د هوان په ډزو کې د علي محمد په نوم د یو تن کور ولګید، چې څلور مېرمنې او دوه ماشومان يې ټپیان او دوه نور شهیدان شول.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د هلمند په سنګین نادعلی او مارجه کې هم د دولت له لوري د پیل شویو عملیاتو له امله د ولسي وګړو لسګونه کورونه او باغونه زیانمن شول.

د بې بې سې د خبریال د راپور له قوله په سیمه کې د ملي اردو عسکر د خلکو کورونه او باغونه په بلډوزرو ور ورانوي چې د دوی په خبره طالبان ترې د سنګر په توګه کار اخلي.

د لوګر او غزني چارواکي رسنیو ته دا مني، چې د طالبانو پر ضد يې عملیات پیل کړي، خو د ولس له لوري شوي شکایت نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x