نړۍ

د اوباما اداره غواړی په نړی کي د همجنس پرستی د پرمختګ لپاره هڅي وکړي

نن ټکی آسیا: د اوباما اداره غواړي چي په نړی کي خپل د هیواد کومکونه د هم جنس پرستو د حقوقو د خوندي کولو لپاره وکاروي.

په دې اړه نن د امریکا ولس مشر باراک اوباما په نړی کي بوخت د خپل هیواد د ټولو ادارو څخه غوښتنه وکړه چي په دغه لړ کي خپل خدمتونه وکړي.

اوباما په خپل نشر شوي بیان کي وویل چي د همجنس پرستو په وړاندي تاوتریخوالی یو نړیوال چلینج دی، او باید په ضد يې په کلکه مبارزه وشي.

په جینوا کې د امریکا وزیري خارجه په دغه اساس سره د بشر د حقوقو د نړیوال سازمان په وړاندي وویل چي د بشر د حقوقو او همجنس پرستی تر منځ توپیر کول غلط دی، بلکي دا دواړه سره لازم او ملزوم دي، او باید په یوه رنګه ورته وکتل شی.

هیلاري کلنټن زیاته کړه چي زه دا نه وایم چي همجنس پرستان به جرمونه نه کوي، بلکي دا وایم چي هغوی هم د نورو خلکو په څیر جرمونه کوي، او کله چي داسي وکړي نو باید محاکمه شی، خو دا باید هیڅ کله ونه شي چي همجنس پرستی په خپل ځان کي یو جرم وبلل شي.

اباما خپلو ادارو ته سپارښتنه وکړه چي باید همجنس پرستانو ته د پناه غوښتنی اجازه هم ورکړي.

د اوباما د وروستي امر وروسته به د امریکا ټولي کومکي ادارې لکه یو ایس ایډ، د امریکا وزارت خارجه، وزارت دفاع، او نور وزارتونه به په دغه سلسله کي خپل خپل زیار نه سپموي.

{youtube}NkG27as_T-g{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x